د ماليې وزارت: له افغانستان سره د ۸۷۸ میلیونو ډالرو مرسته منظور شوه

د افغانستان د ماليې وزارت خبر ورکوي، چې د اسیا پراختیایي بانک په خپله ۴۹ مه کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکیو څلورو کلنو له پاره د ۸۷۸ میلیونو ډالرو مرسته منظور کړه.

د راپور له مخې، د مرستې دغه اعلان په هغه غونډه کې وشو، چې د هېواد مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک د چارواکیو ترمنځ د المان په "فرانکفورټ" ښار کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.

د ماليې وزارت له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مرستې ۸۵۸ میلیونه به د ټرانسپورټ، انرژۍ او د طبیعي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او ۲۰ میلیونه به د طبیعي پیښو د ناورینونو د کمولو په برخو کې ولګول شي.

په دغه غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یاد بانک له مرستو نه د مننې ترڅنګ دا هم وویل، چې دا مرسته به افغانستان ته د دې توان ورکړي، چې د انرژۍ، ټرانسپورټ او د اوبو پر بېخ بنايي پروژ ولګول شي او پایله به يې یو پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ته ور نژدې کېدل وي.

له بل لوري، د افغانستان له پاره د اسیا پراختیایي بانک مشر توماس پانیلا وویل، چې د دوی بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی او دغه بانک د افغانستان د پرمختګ له پاره یو له لویو مرسته کوونکیو څخه دی.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسیا پراختیایي بانک کلنۍ غونډه تېره ورځ د (می پر ۲مه) په المان کې پیل شوه.

په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د مالیې وزیرانو، د مرکزي بانکونو مشرانو، سوداګرو، پانګوالو، خبریالانو او د مدني ټولنو استازيو تر څنګ، نږدې ۳۰۰۰تنو ګډون کړی دی.

ویل کيږي، چې د یادې غونډې د سږکال شعار "همکاري د ثبات له پاره" غوره شوی او زیات تمرکز یې د با ثباته پرمختګ د ملاتړ له پاره د اسیايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پياوړتیا ده.

د اسیا پراختیایي بانک دغه مرسته له هغو پیسو څخه جلا ده، چې یاد بانک یې د افغانستان د زیربنایي پروژو ته د وجهي صندوق یا AITF له لارې ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام