
د افغانستان ولسمشر او د اروپايي شورا رییس د چهارشنبې په ورځ (اکټوبر۵مه) د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د " افغانستان د سولې، هوساینې او پرمختګ له پاره مشارکت" غونډه پرانستله.
په یاده غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړېوالو مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د پخوا په پرتله د افغانستان عواید ۲۲ سلنه لوړشوي دي او همدارنګه په دې وروستیو کې خصوصي سکټور یو میلیارد ډالره پانګونې برسېره هېواد کې د بریښنالوی بند هم جوړ شوی، چې د بریښنا لوړ ظرفیت لري او دغه پرمختګ په تېرو ۴۰ کلنو کې یې بې ساری دی.
دده پروینا، د هېواد لومړۍ میرمن بي بي ګل له نړیوالو ادارو سره یو ځای کارکوي، چې پر خبره يې په دغه برخه کې هم لازم ګامونه اخیستل شوي دي.
ولسمشر وايي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو له پاره په کار ده، چې د نړۍ مشران سره یو شي او نه باید په ترهګرو کې د ښه او بد توپیر وشي.
ولسمشر غني د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، افغان ځواکونه یې ښه تنظیم کړي او همدا اوس په شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې د هیواد دفاع کوي، چې ښکاره بیلګه یې د کندوز برید دفع کول دي.
د ده پرخبره، طالبانو د بروکسل کنفرانس په درشل کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
ده دا هم وویل، چې په افغانستان کې د سترو ننګونو له منځه وړلو له پاره د سیمې هیوادو ریښتینې همکارۍ ته اړتیا ده.
له بل لوري بیا د برکسل غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، له پخوا ډیر ماشومان ښوونځیو ته ځي، د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ښځو ونډه زیاته شوې، ښځې وزیرانې، وکیلانې او د سولې عالي شورا غړې دي.

رباني د خپلې وینا، په بله برخه کې وویل، په دې وروستیو کې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک شو او حکومت هڅه کوي د ښځو حقونو او نورو مدني ارزښوتونو په پام کې نیولو سره له نورو ډلو سره هم د سولې خبرې اترې وکړي.
دغه راز، کنفرانس ته د اروپایي ټولنې رییس "ډونلډ ټسک" وویل، افغان دولت توانیدلی په بیلابیلو برخو کې قانع کوونکی پرمختګ وکړي.
کنفرانس ته د ملګرو ملتو لوی منشي بانکي مون وویل، افغان حکومت باید خپلې ژمنې عملي کړي او حساب ورکوونکی وي.
ده زیاته کړه، که څه هم افغان حکومت پراخې ستونزې درلودې، خو بیا هم د ستونزو د هواري له پاره يې هڅې وکړې.
بانک مون له افغان حکومت ووغوښتل، چې د سولې بهیر کې ښځو ته ونډه ورکړي.
د برکسل کنفرانس ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، افغانستان نړیوالو ته مهم دی او زیاته یې کړه، چې د افغان حکومت مشران دې خپلمنځي اختلاف حل کړي.
دده پر وینا، افغان حکومت د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک او حکمتیار هم د افغانستان اساسي قانون منلو ته غاړه ايښې.
ده وویل، افغانستان نړیوالې ټولنې ته مهم دی او ترهګر دې پوه شي چې ددغه هېواد د پرمختګ خنډ نه شي کېدای.





