
د ایټالیا هېواد د "هرات ـ چشت او هرات ـ خواف" د اوسپنې پټلۍ جوړولو او د دې پروژې د تمویل له پاره د ۹۲ میلیونو یورو مرسته کړې او دغه قرارداد به نن سه شنبه (اپرېل ۱۹مه) لاسلیک شي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر "پاولوچین تي لوني" د هرات والي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د هرات – خواف د اوسپنې کرښه افغانستان له ایران او له دې لارې به دغه هېواد له سیمې سره ونښلوي.
د ایتالیا هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هېواد یې د هرات په هوايي ډګر کې د الوتکو د ځغاست کرښې او د هرات "بایپس واټ " د پخولو پر کړو ژمنو ولاړ دی.
تي لوني زیاته کړه، چې د هرات ولایت د امنیت، روغتیا، پوهنې او کلتور په برخو کې د ایټالیا مرستې د پام وړ دي او د یو ښه راتلونکي زېری ورکوي.
د هرات والي محمد اصف رحیمي په غونډه کې وویل، چې د ایټالیا هېواد مرستې د هرات ولس او خلک یې راتلونکي ته هیله من کړي دي.

رحیمي وویل، پر ایران د نړېوالو اقتصادي بندیزونو لرې کېدو وروسته په سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان او ایران له پاره د ګډو اقتصادي فرصتونو زمينه برابره شوې ده.
د هرات والي وايي، له دغه فرصته باید د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا له پاره کار واخیستل شي او دوست هېواد ایټالیا په مالي مرسته د اوسپنې کرښې جوړول د افغانستان او د سیمې هېوادونو د اقتصادي اړیکو له پاره مهم کار دی.
محمد اصف رحیمي زیاته کړه، چې د هرات ـ چشت او د هرات ـ خواف د اوسپنې کرښې په جوړولو سره به د افغان ولس او د هرات مېشتو له پاره د سوداګرۍ او تګ را تګ زمينه برابره شي.





