د درملو د تولید صنعت ۳۳ سلنه وده کړې

د درملو د تولید د کورنیو فابریکو او روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه په افغانستان کې د درمل جوړولو ملي صنعت اوونۍ نن په کابل کې ونمانځل شوه.

د درملو صنعت او روغتیایي محصولاتو تولیدوونکیو ټولنې رییس احمدسعید شمس وویل، په‌دې وروستیو درې کلونو کې د پخوا په پرتله د درملو صنعت دوه برابره وده کړې ده.

د نوموړي په وینا، دغه صنعت ته د حکومت پام او د څو ډوله درملو د واردولو مخنیوی د یاد صنعت د ودې لامل شوي دي.

د شمس په وینا، اوس له ۱۸ سلنه ډېر درمل په کور دننه تولیدېږي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، د مناسبو پورونو نشتوالي، د خامو موادو واردولو لوړ لګښت، د برېښنا کموالی، د ماهرو کارګرانو تشه او ځینو نورو ستونزو له امله د ګاونډيو هېوادونو په پرتله د درملو تولید ګران تمامېږي. 

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي، له یادو ننګونو سره سره خصوصي سکټور او د درملو صنعت تولیدوونکیو ټولنه د عامې روغتیا ورزات په همکارۍ توانېدلې چې په تېرو ۳ کلنو کې ۶۰ فابریکې جوړې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو د مالوماتو له مخې، د درملو له پلوه د هېواد کلنی لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره دی.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام