وزارتونه ولې په‌خپلو کړنلارو کې د احصایې له شمېرو ګټنه نه‌کوي؟

د احصايې مرکزي ادارې مسوولان وايي، سره له‌دې چې دغه اداره هرکال په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د سروې‌ګانو، جاريه شمېرو، تحلیل او بېلابېلو لارو د احصايې ټولې شمېرې خپروي؛ خو لا هم د هېواد په وزارتونو او ادارو کې د شمېرو نه د استفادې فرهنګ په ټیټه کچه کې دی.

دوی د دغه کار لامل په دولتي ادارو او وزارتونو کې د تحلیلي ظرفیت ټیټوالی بولي.

د احصايې مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد سلام وطندار ته وویل چې د پالیسو او کړنلارو جوړول د شمېرو له کارولو پرته ناشوني ده.

ښاغلي موحد زیاته کړه چې د شمېرو د کارونې په اړه د مرکزي احصايې ادارې د سروې‌ګانو پایلې ښيې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې دولت او خصوصي سکټور د پالیسي جوړونې په برخه کې له ۱۰ تر ۱۲ سلنې شمېرې نه‌دي کارولي او دغه شمېر په ځېنو وزارتونو کې یوې سلنې ته رسېږي.

د احصايې مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد

په وروستیو کلونو کې یوازې ماليې او اقتصاد وزارتونه او مرکزي بانک له خپرو شویو شمېرو کار اخلي.

د یادې ادارې مرستیال ټینګار کوي، که د ټولو وزارتونو له‌خوا د کړنلارو او پالیسو جوړونې په برخه کې د شمېرو د کارونې کچه سل سلنې ته ورسېږي او که دغه وزارتونه هره پرېکړه د شمیرو او ارقامو پر بنسټ وکړي؛ تر ۸۰ سلنې ستونزې به هوارې شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو ځېنې شنونکي هم په دولتي ادارو کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا ستونزو هوارۍ له‌پاره د شمېرو او ارقامو کارول ګټور بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رضا فرزام وايي، په دولتي پروګرامونو او پالیسو جوړولو کې د شمطرو کارولی د حکومت د پالیسو د بریالیتوب احتمال زیاتوي.

د احصايې مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد وايي چې د شمېرو او ارقامو کارولو په برخه کې د احصايې سروې‌ګانو پایلې ښيې چې بهرني بنسټونه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګې د دې ادارې له‌خوا له خپرو شویو شمېرو زیاتره استفاده کوي او هره میاشت دغه شمېرې ترلاسه کوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد رضا فرزام

د ښاغلي موحد په وینا، په‌داسې حال کې چې ټول نړۍوال بنسټونه لکه، نړۍوال بانک، د پیسو نړۍوال صندوق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پورې اړوند سازمانونه د دې ادارې شمېرې او ارقام اخلي؛ خو وزارتونه او یو شمېر څېړونکي بیا له همددغو بنسټونو شمېرې اخلي.

د کورنیو تولیداتو، بې‌وزلۍ، وزګارتیا، د هرکس عاید او ځېنو نورو برخو په اړه شمېرې د احصايې مرکزي ادارې له‌خوا خپرېږي.

د مرکزي احصايې ادارې مسوولان وايي چې د مخ‌ پر وده هېوادونو یوه ځانګړنه دا ده چې پر کورنیو بنسټونو باور نه‌لري؛ خو پر بهرنیو بنسټونو باوري دی؛ نو ځکه خو د دې پرځای چې له اصلي سرچینو کار واخلي؛ دویمې سرچینې کار اخلي.

دوی زیاتوي، که د اصلي سرچینې له شمېرو او ارقامو کار واخېستل شي؛ ښه به ځکه وي چې ښه پالیسي او زیاتې او ښې څیړڼې به ترسره کړي.

د یادې ادارې مسوولان وايي چې د شمېرو او ارقامو کارولو ترویج په موخه يې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او په هر ولایت کې يې د احصايې خدمتونو یو مرکز هم جوړ کړی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام