
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سیمکارټونو لهپاره نوی نظارتي سیستم جوړېږي.
د ښاغلي اریوبي په وینا، د نوي سیستم پر بنسټ به ټول سیمکارټونه یوه مشخصه شمېره ولري او د مخابراتو وزارت له لوري هغوی نظارتېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر زیاتوي، د دغه سیستم په جوړېدلو سره به غیرقانوني او ناثابت شوي سیمکارټونه له فعالیته ولوېږي او د مخابراتي شبکو له لوري د پېرېدونکیو د پیسو غلا مخه به هم ونیول شي.
ښاغلی اریوبي همدارنګه وايي، سړکونو څخه به غیرقانوني سیمکارتونه د کورنیو چارو وزارت له لوري راټول شي او کهچېرې مخابراتي شرکتونه غیرقانوني سیمکارټونه بازار ته وړاندې کړي؛ د مخابراتو وزارت له لوري یې د فعالیت جواز اخیستل کېږي.

دې سره د مخابراتي شبکو یو شمېر کاروونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او وايي، د لوړې بیې په بدل کې هغوی ته ټيټ کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې کېږي.
د کابل دوه اوسېدونکي عبدالولي او راشد وايي، د مخابراتي شبکو له خدمتونو راضي نهدي او ډېرې پیسې یې د دغو شبکو له لوري غلا کېږي.
پر دې ټولو سربېره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، ۱۳۹۷ کال کې د الکټرونیکي حکومتولۍ ترویج، د ټرافیکو لهپاره الکټرونیکي سیستم، د موبایل له لارې د معاشونو ورکول او د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر انلاینول، د دې وزارت له مهمو لاستهراوړنو ګڼل کېږي.
ورته مطالب:
مخابراتي شرکتونه؛ خدمت که غلا؟
په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د فعالیت لمن څومره پراخه ده؟





