
د ولسي جرګې غړی محمدسرور عثماني فراهي هرات او نیمروز ته د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون د لېږلي پلاوي په استازیتوب دغو دوو ولایتونو د زندانونو وضعیت او د ګمرک په عوایدو کې د کموالي په اړه د خپل سفر راپور وړاندې کړ.
ښاغلی عثماني وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د ۱۳۹۶کال لومړیو درېیوو میاشتو کې د نیمروز ګمرک عوایدو ۸۹۲ میلیون افغانۍ کسر درلودلی او دغه شمېر په یو کال کې څه باندې ۳ میلیاردو افغانیو ته رسیږي.
د ښاغلي عثماني په وینا، د اړیکو پر اساس ګومارنې، له سوداګرو سره د ګمرک مسوولانو ناسم چلند او پراخ فساد د نیمروز ګمرک کې د عوایدو کمېدو لامل شوي دي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، حکومتي مسوولان باید دغه راپور جدي ونیسي او په دې برخه کې غوڅ اقدام وکړي.
ومو غوښتل په دې اړه د نیمروز ګمرک چارواکیو نظر هم ولرو، خو اړیکه یې ځواب نه کړه.





