د ماليې وزارت پېچلي اداري سیسټم د کابل ـ بیجنګ د ریل ګاډي سوداګرۍ مخه نیولې

د افغانستان په ماليې وزارت کې پیچلي اداري سیسټم د دې لامل شوی، چې د چین او افغانستان ترمنځ د تجارتي مالونو لېږد را لېږد بهیر ودریږي.

د سوداګرۍ خونو مسوولین وايي، د ماليې وزارت په اداري چارو کې د پېچلتیا له امله دوی نه شي کولی، چې د چین او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې وکړي.

د سوداګرۍ خونو ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، چې د چین د ریل پټلۍ له لارې د نړېوال کوډ نه شتون هم د دغه بهیر پر مخ لوی خنډ دی.

دی وايي، په پام کې وه دغه ریل ګاډي په یوه میاشت کې دوې وارې تګ راتګ وکړي، خو د همدغو لاملونو له وجې نږدې ۳ میاشتې کيږي، چې یوازې ۲ وارې مالونه لېږدول شوي او په بدل کې يې د اړتیا وړ نور توکي بېرته راوړل شوي دي.

د سوداګرۍ خونو ویاند زیاتوي، چې دوی به ډېر ژر د دغې ستونزې د حل په موخه کوټلي ګامونه واخلي.

په دې اړه مو وغوښتل د ماليې وزارت نظر هم واخلو، خو له مکررو تماسونو سره سره بیا هم بریالي نه شو.

د افغانستان او چین ترمنځ د ریل ګاډي پټلۍ له لارې د مالونو لېږد رالېږد بهیر شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې د چین جیانګسون ایالت په هایمن ښار کې پېل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام