
د هندوستان په ممبي ښار کې د افغانستان او هندوستان د توکیو نندارتون پرانېستل شو او د افغان حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د نندارتون پرانېستغونډې کې د دې نندارتون جوړېدل د افغانستان او هند لهپاره ستره اقتصادي بریا وګڼله.
اجرایوي رییس وویل چې افغان حکومت د خصوصي سکتور د ملاتړ په تړاو د پاموړ کارونه کړي او په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لهپاره ډېر کار شویدی.
ده دا هم وویل چې د کانونو په قانون به بیا کتنه وشي او د سوداګرو او پا نګوالو د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه به نوی قانون هم جوړ شي او د انرژي، کانونو او کرنې په برخه کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته.
اجرایوي رییس همداراز زیاته کړه چې تېر کال لومړی نندارتون په ډهلي کې جوړ شویو او د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شويو؛ خو سږ کال دا هوکړهلیکونه دوه چنده زیات شويدي چې د ښځینه پانګوالو برخه پهکې غوښنه ده.
د افغانستان او هندوستان په ګډ نندارتون کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۱۰۰۰ سوداګرو او پانګوالو ګډون کړیو چې لهدې ډلې یې ۳۰۰ تنه افغان سوداګر وو.

پهدې نندارتون کې په افغانستان کې د امریکا د متحدهایالتونو سفیر جانبس هم ګډون کړیو او د دې نندارتون پرانېستغونډې کې یې وویل چې امریکا او ملاتړو هېوادونو یې په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې ترهګرۍ د ځپلو او د دې هېواد د ځانبساینې لهپاره پانګونه کړېده. ده دا هم زیاته کړه چې افغانستان ښه فرصتونه لري او نړۍوال پانګوال باید پهدې هېواد کې پانګونه وکړي.
د امریکا د سفیر په خبره، په امنیتي برخې کې هڅې روانې دي او افغانستان د خامو موادو له پلوه یو غني هېواد دی او امریکا په همدې پار هڅه کوي چې نړۍوال پانګوال پهدې هېواد کې د پانګونې لهپاره وهڅوي.
د افغانستان او هندوستان دې دویم لوی نندارتون هدف دا دی چې له افغاني تولیداتو او صادراتو سره د هند خلک اشنا شي او هندي او نور پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي.
افغانستان د هند له دوو ښارونو ډهلي او ممبي سره د هوایي دهلیزونو له لارې اقتصادي راکړه ـ ورکړه لري چې لهدې لارې افغاني توکي هغه هېواد ته او د هغه هېواد توکي افغانستان ته لېږدول کېږي.





