چک جمهوریت غواړي په افغانستان کې د سمنټو ستره فابریکه جوړه کړي

د چکي رسنیو د خبر له‌مخې، هېواد يې غواړي په افغانستان کې د سمنټو سترې فابریکې د جوړولو په موخه پانګونه وکړي.

د چک جمهوریت په پام کې لري، چې د هېواد په لویدیځ کې دغه ستره فابریکه جوړه کړي، چې ظرفیت به يې په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه تولید وي.

یاد هېواد په دغه برخه کې د ۷۰ میلیونو ډالرو د پانګونې ژمنه کړې، خو د دقیق ځای او ولایت په اړه يې څه نه‌دي ویل شوي.

د راپور پر بنسټ، د افغان‌حکومت او چک جمهوریت ترمنځ په دې اړه هوکړه به په ۲ میاشتو کې لاسلیک شي.

په پام کې ده، چې د چک حکومت د خپل خصوصي سکټور د پانګوالو له لوري له افغان طرف سره هوکړه وکړي.

څو موده وړاندې د حکومت‌ له‌خوا داسې راپور خپور شو، چې  د سمنټو د تولید په برخه کې د پانګونې د هڅونې پر تګلارې کار روان دی.

په سکټور کې د پانګونې د هڅونې تګلاره  د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا چمتو شوې ده.

هغه مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داوود شاه سبا و، چې د هغه له خوا د کابینې غونډې ته وړاندې شوې وه، چې تایید شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې دغه پالیسي په افغانستان کې د سمنټو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، د ودانیز سکتور له‌پاره له کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو موادو د برابرولو، د سیمنټو د صنعت د ودې، د مهارتونو د لېږد، له هېواده بهر د اسعارو د تېښتې د مخنیوي، خلکو ته د کارموندنې او د نورو مثبتو اقتصادي اغېزو په موخه جوړه شوې ده.

یاده دې وي، چې افغانستان هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت ساختماني مواد او په ځانګړې توګه سمنټ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه واردوي.

د احصایې د مرکزي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، درې کاله وړاندې افغانستان له بهره ټولټال څه باندې ۳ میلیونه او ۴۱ لکه ټنه سمنټ وارد کړي دي.

په ډاګه دې وي، چې دا یوازې د رسمي یا قانوني واردات دي او د هغو واردېدونکو سمنټو په اړه ارقام نه‌شته چې په غیر قانوني لارو هېواد ته قاچاق کېږي.

له بل لوري بیا، د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، پخوا افغانستان ته د ورځې په نورمال ډول له ۱۰ تر ۱۵ زرو ټنو پورې سمنټ واردېدل چې یوه برخه یې تاجکستان ته هم لېږدول کېده.

د لاسته راغلو معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای او د ۲۰۱۷ میلادي کال د فبرورۍ ترمنځ افغانستان له پاکستان څخه ۱۴۰۹ میلیون ټنه سمنټ وارد کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام