د برښنا شرکت: د نغلو د برښنا بند تولید به ۱۰۰میګاواټو ته لوړ شي

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، په پام کې لري چې د یو کال په موده کې  د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار پروت د نغلو د برښنا بند د تولید ظرفیت ۱۰۰ ميګاواټو ته لوړ کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت د راپور پر بنسټ دغه شرکت د نغلو برښنا بند د بیارغولو پروژې له پاره، د " Inter-rao" له نړیوالې معتبرې روسي کمپنۍ سره، د ۶،۶ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان بريښنا شرکت په خپله رسمي پاڼه کې کې ليکلي، چې دغې پروژې تړون د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرایوي رییس قدرت الله دلاوري او د Inter-rao کمپنۍ د مشر ترمنځ د افغانستان برښنا شرکت په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.

د راپور پر بنسټ په دغه پروژه کې به د نغلو برښنا بند د لومړي ماشین رغول، په بنسټیزه توګه د درېیم ماشین جوړول، د لازمو او اړینو پُرزو چمتو کول شامل دي.

همدارنګه په راپور کې کښل شوي، چې ددغې ټول ګټې پروژې مجموعی قیمت ۸،۴ میلیون امریکایي ډالر دی، چې ۲،۲ میلیونه ډالر د سلاکاري کمپنۍ له پاره په پام کې نیول شوې دي او د آسیا پراختیایي بانک له خوا د افغانستان دولت سره د شویو مرستو څخه ورکول کیږي.

د ویلو ده، چې د یادې پروژې چارې به د شاوخوا یو کال په لړ کې بشپړې شې، چې له ګټې اخیستنې سره سم به د برښنا په برخه کې د زرګونو هیوادوالو ستونزې هوارې شي.

یاده دې وي، چې اوسمهال د نغلو د برښنا بند د تولید ظرفیت ۷۵ میګاواټه برښنا ده، چې د دغې پروژې له تطبیق وروسته به ۱۰۰ دغه ظرفیت ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام