د غور پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارې درول شوي

د غور سیمه‌ییز چارواکي او د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د قراردادي شرکت تښتېدو له امله د دغه بند جوړولو چارې ځنډول شوي دي.

د هریرود فرعي حوزې رییس محمد امین وکیل سلام‌وطندار ته وايي، نژدې دوه میاشتې کېږي د "روس الکترو" په نوم د دغې پروژې قراردادي شرکت تښتېدو او د دوو نورو شرکتونو حقوقي شخړو له امله، د غور پوزلیچ برېښنا بند جوړلو چارې ځنډول شوي دي.

ښاغلی وکیل زیاتوي، ټاکل شوې وه د دغه برېښنا بند جوړولو چارې سږکال بشپړې او ګټې اخیستو ته وړاندې شي، خو د مرکزي حکومت چارواکیو او د دغه ولایت د سیمه‌ییزو مسوولینو نه پام له کبله یې یوازې ۱۹ سلنه چارې مخ ته وړل شوي.

د غور ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري هم د پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارو ځنډېدو او لاس په لاس کېدو څخه اندېښنه څرګندوي وايي، د دغه بند جوړولو په برخه کې د حکومت نه پام لامل شوی چې د غور خلک د برېښنا بند جوړولو په اړه خپلې هیلې له لاسه ورکړي.

د ښاغلي قادري په وینا، سره له دې چې د دغه ولایت اوسېدونکیو د بند جوړولو له‌پاره پراخ اعتراضونه کړي وو، خو حکومت بند جوړولو ته هېڅ اراده نه‌لري.

د غور ولایتي شورا دغه غړی خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت لنډ وخت کې د دغه بند جوړولو له‌پاره ګام پورته نه کړي، د اعتراض ترڅنګ به د مرکزي حکومت له ملاتړه لاس واخلي.

په ورته وخت کې د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي د پوزلېچ برېښنا بند جوړولو چارو ځنډول مني، خو وايي موضوع یې له مرکزي چارواکیو سره شریکه کړې او هڅه کوي د روسیې سفارت په همکارۍ قراردادي شرکت د بند جوړولو ته اړ کړي.

له دې وړاندې هم د دغه بند ساتونکیو د خپلو حقونو نه ترلاسه کولو او پوځي تجهیزاتو نه‌شتون له امله اعتراض کړی و او د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکیو یې غوښتي وو، د دوی معاشونه ورکړي.

د ویلو ده د پوزلېچ برېښنا بند د څلورنیم میګاواټه برېښنا تولیدولو ظرفیت لري، چې د خلکو د کورونو روښانه کولو ترڅنګ به کرنیزې ځکمې هم اوبه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام