
د افغانستان سوداګرۍ خونې د اذربایجان هېواد د پانګونې او صادراتو پراختیا ادارې سره نن دوشنبه (د فبرورۍ، په ۶مه) کابل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو، ورکړو په موخه یو هوکړه لیک لاس لیک کړ.
دا هوکړه د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس عتیق الله نصرت او د اذربایجان د پانګونې او صادراتو پراختیا ادارې مرستیال عبدالله یوف تر منځ لاس لیک شوه.
جوړې شوې غونډې ته عتیق الله نصرت وویل، په افغانستان کې د اذربایجان هېواد د کونسلګرۍ نه شتون له امله افغان سوداګر له دغه هېواد سره په سوداګریزو راکړو، ورکړه کې له ځینو ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړي د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې د سوداګرۍ په برخه کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نصرت پر وینا، په سوداګریزه برخه کې اذربایجان له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي.
له اذربایجان سره د افغانستان اړیکې په دې وروستیو کلونو کې ښې شوي، چې له دې هېواده افغانستان ته د صادراتو کچه په ۱۳۹۴ کال کې ۳۶ میلیونه ډالره ښودل شوې او اوسمهال د افغانستان صادرات اذربایجان هېواد ته ۳،۴ میلیونه ډالره ښودل شوې.





