د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دد خصوصي برخې له ونډې اخېستو پرته د کرنې پراختیا ناشونې بولي.
یاد وزارت د یو شمېر دولتي چارواکیو او بهرنیو هېوادونو د استازیو په ګډون نن د بزګر ورځ د جشن په جوړولو او د دوه ویشتم ستر پسرلني کرنیز نندارتون په جوړولو سره د کابل په بادام باغ کې ونمانځله.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وویل، د خصوصي برخې له ونډې پرته د کرنې پراختیا ناشونې ده او کورني پانګهوال غواړي چې د مرغدارۍ، د محصولاتو پروسس او د مسلخونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
درانی وايي، د کروندګرو او باغ لرونکیو ستونزو ته په کتو په خپل چلن کې له بدلون راوستلو او معیاري تولیداتو، بستهبندۍ او هغو کارونو ته چې د کرنې د پراختیا لامل کېږي، له پام اړولو پرته بله لار نهلري.
په همدې حال کې یو شمېر بزګران د کرهنې وزارت له مسوولانو غواړي چې په هېواد کې یې د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازارموندنې ځانګړي بازارونه جوړ کړي.
د سږ کال په نندارتون کې، د افغانستان کرنیز او د باغدارۍ محصولات په ۲۳۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي چې له ډلې یې ۶۱ غرفې د ښځو د لاسي صنایعو او ۱۶۹ غرفې هم د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارې ته اېښودلو لپاره ځانګړې شوې دي.
اړوند مطالب:
د محصولاتو غیرمعیاري بستهبندي په نورو هېوادونو کې بازار خرابوي
په غزني کې سړې خونې د کرنیزو محصولاتو ذخیره کول زیات کړي

د کرنې وزارت د مسوولانو په وینا، په روان کال کې به په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۲ سړو خونو جوړول چې هره یوه به یې د ۵۰۰ ټنو محصولاتو ظرفیت ولري، په سرحدي ولایتونو کې د قرنطین دستګاوو مجهزول، په کابل، هرات او کندهار کې د درې پرمختللیو سیلوګانو جوړول او دغه راز په بلخ، بغلان او بدخشان ولایتونو کې د درې نورو سیلوګانو طرحه او سروې د دغه وزارت په پلان کې دي.
د کابل د بادام باغ په کرنیز نندارتون کې کورني محصولات، لکه مېوې او سبزيجات، طبي بوټي، لبنیات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه او ځینې نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
دا نندارتون د وري میاشتې له دویمې تر شپږمې د پنځو ورځو لپاره جوړ شوی دی.





