
د ننګرهار د سوداګرۍ رییس شېرعالم املهوال نن خبرې غونډې ته وویل، چې اوسمهال ننګرهار کې ۲۷۳ بېلابېلې توليدي فابریکې شته چې د ناامنۍ او برېښنا له کمښته کړېږي.
ننګرهار کې درې صنعتي پارکونه شته چې شېخمصري د ۶۳۵ فابریکو، د غالۍاوبدونکیو د ۲۷۰ او د حصارشاهي صنعتي پارک د ۳۰۰ تولیدي فابریکو په ظرفیت جوړ شويدي.
د ښاغلي املهوال په وینا، دا فابريکې د المونيمي لوښو، زراعتي سامانالاتو، برقي توربينونو، ايوډيندارې مالګې، اشترنګي ريکشاوو جوړولو، اوسپني ويليکولو، غالیواوبدلو، شوکاڼي، ماربل، ديګبخار، د خوراکي توکیو او يو شمېر نورو برخو کې توليدات کوي.
د غالۍاوبدونکیو او حصارشاهي پارکونه له لومړي سره غیرفعال او یوازې په شېخمصري صنعتي پارک کې ۶۰ فابریکې فعالې دي چې ډېرې یې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
ښاغلي املهوال وایي، که ننګرهار کې د سوداګرو او د هغوی تولیدي فابریکو امنیت او برېښنا ستونزه هواره نهشي؛ ښایي یو شمېر فابریکې فعالیتونه ودروي.
د ننګرهار سوداګر او د تولیدي فابریکو خاوندان هم وايي، که دا ستونزې حل نهشي؛ خپل کارو بار به په ټپه ودروي.

ننګرهار کې د غوړیو او صابون جوړولو فابریکې یو کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دولت ورسره ژمنه کړېوه چې ۸ ساعته برېښنا به درکوو؛ خو تر اوسه هغه هم نهشته. دی په ورته وخت کې د ناامنیو هم سر ټکوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ځايي چارواکي به د سوداګرو او فابریکو والاوو امنیت او برېښنا ستونزو ته پام کوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ ریاست د معلوماتو لهمخې، سږکال هېڅ تولیدي فابریکه نهده درېدلې؛ خو ځېنو کسانو چې د فابریکې په نوم جواز اخیستی؛ په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړلشوي او له څه مودې وروسته له خپل جوازه تېر شويدي.
ښاغلي املهوال همدارنګه وویل، پهدې ولايت کې ۲۷۳ خصوصي فابريکې فعاله دي چې ۱۱ زره کسان پهکې په دندو بوخت دي.





