
د بدخشان ولایتي شورا غړي او د دې ولایت د اشکاشم سرحدي بندر د ګمرک کارکوونکي وايي، د دې ادارې کارکوونکیو له څه باندې دوهنیمو کلونو راهیسې معاشونه نهدی اخیستي.
د بدخشان ولایتي شورا غړي طلبالدین قادري سلاموطندار ته وویل، دوی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د مالیې وزارت سره دا موضوع شریکه کړې ده. په خبره یې، د دې ستونزې حل په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی. قادري وايي، د اشکاشم سرحدي بندر د ګمرک کارکوونکیو معاشونو نهدي ورکړل شوي او دې چارې مامورین له ستونزو سره مخ کړي او د بندر چارې یې هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
د اشکاشم سرحدي بندر د ګمرک یو مامور رشید وايي، څه باندې دوهنیم کاله یې له معاش پرته کار کړی دی او تراوسه پورې د خپلو حقونو ترلاسه کولو په خاطر یې هڅو پایله نهده ورکړې.

د بدخشان مستوفي اسلم ګذاز وايي، د اشکاشم سرحدي بندر د ګمرک ادارې پخوا سواګرۍ وزارت پورې اړه لرله؛ خو له یوکال راپهدې خوا ماليې وزارت پورې اړه لري. د ښاغلي ګذاز په وینا، د دې ادارې د کارکوونکیو د یوکال معاشونه ورکړل شوي او د یونیم کال معاشونه یې له یو وزارت نه بل وزارت ته په لېږد کې ځنډلي چې د طی مراحل لاندې دي.
سره لهدې چې د بدخشان مستوفیت اداره د اشکاشم سرحدي بندر د ګمرک ادارې د کارکوونکیو د معاشونو ورکولو خبر ورکوي؛ خو د ګمرک کارکوونکي وايي چې د ۱۳۹۶ کال له لومړیو ۷ میاشتو پرته یې تر اوسه یوه افغانۍ هم نهده تر لاسه کړې، پر دې سربېره د دې ادارې له لوري د سون د لرګیو نه رانیولې د کور تر کرايې پورې ټولې چارې په پور روانې دي.





