د روڼتیا څار: د ملي بوديجې په جوړونه کې د مدني فعالانو نظر مهم دی

د روڼتیا څار ادارې رییس سید اکرام افضلي نن شنبه (ډسمبر۵مه) کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې مالیې وزارت د ملي بودیجې سند په جوړولو کې د خلکو او په ځانګړي توګه د مدني ټولنو نظر ته ځای نه دی ورکړل شوی.

افضلي وايي، چې مالیې وزارت د ملي بودیجې سند نوم ملي، خو پر وینا يي واک او کړنې یې حکومتي دي.

ده وویل، چې د ۱۳۹۵ لمریز کال په بودیجه کې د پروژو او اړینو لومړنیتوبونو جزیات په روښانه توګه نه دي راغلي.

د روڼتیا څار بنسټ رېیس دغه راز وویل، چې د ملي بودیجې په اړه دوه مهمې ستونزې یې په نښه کړې دي.

مدني ټولنو او رسنیو له څار پټ یعنی د بندو دروازو ترشا  ددې بودیجې جوړیدل او د خلکو له لومړیتوبونو نیولو پرته د بودیجې جوړول بنسټیزې ستونزې وبلل.

په همدې اړه د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون غړې شینکۍ ذهین کړوخیل جوړې شوې غونډه کې اندیښنه وښوده چې د ملي بودیجې په سند پارلمان، حکومت او رسنۍ سر سري تیریږي.

کړوخیل ددې ملي سند جوړولو کې مدني ټولنو ته د نظر ورکولو ترڅنګ په ولسي جرګه کې د بودیجې ارزونې د جوړیدو یوې کمېټې وړاندیزوکړ.

کړوخیل زیاتوي، چې د ملي بودیجې سند جوړښت پيچلی دی او ډيری وکیلان پرې نه پوهیږي.

د ملي او بودیجوي کمېسیون غړې شینکۍ کړوخیل وايي، چې ځينې وخت ښايي وکیلان هم د بودیجوي سند په اړه سند ورکولو خپل نظر ور نه شی کړای، ځکه پر وینا يي "یوشمیر وکیلان نالوستي یا یې د زده کړو کچه ټيټه وي."

دغه راز، جوړې شوې غونډې ته د عمر زاد په نوم مدني فعال وویل، چې دولت یوازې د ۵ سلنې اختیاري بودیجې واک لري او د پاتې بودیجې لګښت بهرنیانو په واک کې ده.

دغه مدني فعال وايي، چې د بهرنیانو له خوا د بودیجې لګښت او د هغوی پرکارونو څار ستونزمن دی.

دا نیوکې داسې مهال کیږي، چې د ۱۳۹۵ کال ملي بودیجه لا نه ده تصویب شوې او په ولسي جرګه کې تر بحث لاندې ده.

د ۱۳۹۵ لمریز کال ملي بودیجه (۴۶۱) میلیارد افغانۍ ده چې ۷ میلیارده ډالره کیږي او د تیر کال په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښه يي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام