
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي چې د دولت د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د کانونو په اړه جوړه شوې کړنلاره منل شوېده.
د کانونواو پیټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې تېره ورځ د دولت د اقتصاد عالي شورا غونډه کې د کانونو او پیټرولیم وزارت د کانونو په اړه جوړه کړې کړنلارې یا د لاری نقشه ومنل شوه.
د ښاغلي مطفي په وینا، دا کړنلاره درې برخې لري چې لومړۍ برخه یې د روڼوالي په اړه ده چې پهدې برخه کې تړونونه، د کانایستنې داوطلبي او نورې اړوند چارې شاملېږي.
د کړنلارې دویمه برخه هغه منرالونه رانغاړي چې پر پانګونې او تړونونو تمرکز کوي او پر بنسټ یې کاري فرصتونه پیدا کېږي.

درېیمه هغه هم سمون دی چې په ټوله کې به په ځېنو برخو کې پهکې سمون راځي.
دغه راز، د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند زیاته کړه چې د ودانیو صنعتي منرالونو ۲۴ تړونونه چمتو دي او ډېر ژر به لاسلیک شي.
دی زیاتوي، د اقتصاد عالي شورا غونډې ته د مزارشریف افغان ـ تاجیک بلاکونه وړاندې شول چې باید په منظم ډول و څېړل شي او پهدې اړه پرېکړه وشوه چې تر عملي کولو باید مخکې تړونوال خپلې ژمنې عملي کړي او دا به په عوایدو کې مثبت بدلون راولي.
همدا ډول، د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند وویل چې د کانونو په اړه کړنلاره له مدني بنسټونو د چارو کتونکیو او اړوند وکارپوهانو سره شریکه شوې او د هغوی نظرونه هم پهکې په پام کې نیول شويدي.





