کورونا؛ کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو خونديتوب لپاره طرحه جوړه کړې

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت مسوولان وايي، د کورونا ویروس دوره کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت لپاره يې د ۱۳.۷ میلیارد افغانيو په بودیجې سره طرحه چمتو کړې ده.

د ياد وزارت مرستیال حشمت الله غفوري یوه خبري ناسته کې وويل، داسې یوه طرحه یې جوړه کړې چې له مخې یې هغه کرنیز محصولات چې د کورونا ویروس له کبله د قرنطین ښکار شوي او بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېږي، وساتل شي.

غفوري وايي، د دې محصولاتو د ساتلو مسوولیت لس سلنه بزګر او ۹۰ سلنه هم دولت ته ورګرځي چې په کې د بېړنیو ممیزخونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو په پار په بېړني ډول د سړوخونو یا زېرمتونونو جوړول، بڼوالو او بزګرانو ته د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه چمتو کول او د بنسټونو له لوري بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د پېر قراردادونه وړاندې کول شامل دي.

د نوموړي په وينا، د دې طرحې پلي کېدل یو بېړنی کار دی او له څلور تر شپږو میاشتو پورې پلي کېږي او هغه ولایتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي چې تولیدات یې ډېر وي.

د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري زیاته کړه چې د دې طرحې ټوله بودیجه چې ۵۰ سلنه به یې د دې تولیداتو له لارې پوره کېږي ۱۳،۷ میلیارده افغانۍ کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام