
ازبکستان افغان سوداګرو ته د رېل پټلۍ له لارې د اسانتیاوو برابرولو خبر ورکوي او وايي، ازبکستان ته د افغانستان د صادراتو زیاتولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
په مزار شریف کې د ازبکستان سرکونسل میر عادل عبدالرزاق اوف وايي، هوډ لري چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله د خپلې پانګونې کچه یونیم برابر ډېره کړي.
د نوموړي په وینا، په روان کال کې به ۱۳۸ ټرېلیونه ثم چې «د ازبکستان پیسې دي» پانګونه وکړي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۶ سلنه جوړوي او د بهرنۍ مستقیمې پانګونې حجم هم ښايي ۴،۲ میلیارډه ډالرو ته ورسېږي چې د تېر میلادي کال یونیم برابر جوړوي.
په مزارشریف کې د ازبکستان د سرکونسل په خبره، په پام کې ده هېواد یې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۴۲ تولیدي عصري کارخونې ګټې اخیستو ته وسپاري چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ صادراتو او وارداتو اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس ارش یونسي ازبکستان ته د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو اسانتیاوو د ستاینې ترڅنګ وايي چې له دې لارې د افغانستان د صادراتو کچه ډېرېدلای شي.
«د افغانستان صادراتي بېلانس دې لرې شي»
د سږکال په ۸میاشتو کې د هېواد صادراتو کې ډېروالی راغلی
په لومړۍ ربع کې د افغانستان د صادراتو کچه ۲۱ سلنه زیاته شوېده

د نوموړي په وینا، که څه هم یاد هېواد ته افغانستان سل میلیونه ډالر صادرات لري او د رېل پټلۍ په جوړېدو سره ښايي کچه یې نوره هم لوړه شي.
بلهخوا یو شمېر افغان سوداګر وايي، د رېل پټلۍ له لارې ازبکستان، روسیې او نورو اروپايي هېوادونو ته کولای شي د افغانستان سوداګرو او تولیدوونکیو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ښه فرصت برابر کړي.
افغان سوداګر زلګي کامګار په دې اړه سلاموطندار ته وویل چې دا اسانتیاوې د افغانستان او منځنۍ اسیا ۲۵ هېوادونو او ان اروپا ترمنځ ښه کار دی چې له کولای شو د منځنۍ اسیا ۲۵ ـ ۲۶ هېوادونو ته صادرات وکړو.
وچه مېوه، د مرمر ډبرې، د قرهقل پوستکي، قالینې او ممیز هغه مېوې او توکي دي چې د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې ازبکستان، د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او روسیې ته صادرېږي.





