
د ولسي جرګې د مالي او اقتصادي چارو کمېسیون مشر امیر خان یار وايي، چې د ۹۵ز کال ملي مالي بودیجه کې ۱۰ میلیارده افغانۍ په عادي او څه کم یو میلیارده افغانۍ په انکشافي بودیجه کې زیاتې شوي دي.
ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبه) غونډه کې د ۹۵ز کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړه.
یار وايي، چې د دغې بودیجې لومړۍ مصوبې په پرتله اوس تقریبا ۱۰ ملیارده افغانۍ په عادي بودیجه کې زیاتوالی راغلی دی.
امیرخان یار وویل، چې د ۹۵ز کال مالي ملي بودیجه چې ټولټال ۴۴۴،۶ میلیارده افغانۍ ده؛ چې ۲۷۶،۱میليارده افغانۍ عادي بوديجه او ۱۶۸،۵ میليارده افغانۍ انکشافي بوديجه په نظر کې نيول شوې ده.

د ولسي جرګې د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون رییس وايي، چې په دغې بودیجه کې د هر ولایت د پراختیايي پروژو د جوړولو له پاره یو میلیون ډالر په پام کې نیول شوي دي.
له بل لوري د مالیې وزیر اکلیل حکيمي د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي دي، چې د ۱۳۹۵ز کال مالي بودیجه د اوسنیو محدودیتونو، ملي پروژو پلي کولو، د ادارو جوړښتونو، د عوایدو او لګښتونو تر منځ برابرښت، د ډونرانو د ژمنو، د روان کال تر کار لاندې پروژو د بشپړولو او د پروژ کیفیت ته په پام دغه بودیجه ترتیب شوې ده.
د ۱۳۹۵زکال مالي ملي بودیجه په داسې حال کې د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت تصوبېږي، چې له دې مخکې ولسي جرګې یوځل رد کړې وه.
وکیلانو ویلي و، چې دغه ور معرفي شوې بودیجه هر اړخیزه نه ده او د ټولو ولایتونو د ستونزو حل په پام کې نه دی نیول شوی او دغه اندازه بودیجه ټولې مالي چارو له پاره بسنه نه کوي.





