
د هرات ګمرک مرستیال جاوېد صمیم د دغه ګمرک د کارکوونکیو له اعتراض او پر وړاندې یې د ګواښونو له زیاتېدو وروسته په هرات کې یوې خبري غونډې ته وویل، ماليې وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات ګمرک ته د عوایدو ۳۲ میلیارډه افغانۍ هدف ټاکلی و، خو دوی توانېدلي چې یوازې ۱۸ میلیارډه افغانۍ له دغه ګمرک نه لاس ته راوړي.
د هرات ګمرک کارکوونکیو له څو ورځو راهیسې له هرات ښار نه اسلامکلا بندر ته د ګمرګ د لېږدولو په اړه کاري اعتراض کړی دی.
د هرات ګمرک مرستیال د دغه ګمرک د عوایدو کمېدو لامل اسلامکلا ښارګوټي ته د ګمرک لېږد، د زورواکانو موجودیت، د عوایدو د تېښتې په مخنیوي کې د دولت کمزوري او د دې ادارې د کارکوونکیو د تګ راتګ پر لارې ناامني یادوي.
صمیم د ګمرک د کارکوونکیو پر وړاندې ناامني او امنیتي ګواښونه اندېښمنوونکي بولي او وايي، د دغه ګمرک ۶ کارکوونکي او کمېشنکاران د هرات ښار پر لارې د تګراتګ پر مهال وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله په ولسي جرګه کې د هرات استازیو په یوې خبري غونډه کې د اسلامکلا ښارګوټي ته د هرات ګمرک پر لېږدولو نیوکه وکړه.
د ولسي جرګې غړيو غلامفاروق مجروح او سیدعظیم کبرزاني وویل، اسلامکلا ښارګوټي ته د هرات ګمرک په لېږدولو سره د دغه ګمرک عواید راکم شوي او کارکوونکي یې هم د ترهګریزو بریدونو ښکار ګرځي.
د دوی په خبره، له وروسته چې یاد ګمرک له هرات ښار نه اسلامکلا ښارګوټي ته ګمرک لېږدول شوی، سلګونو کسانو خپل کارونه پرېښي دي.
د هرات ګمرک چارواکي وايي، حکومت د دغه ګمرک د کارکوونکیو د اعتصاب د هرې ورځې په تېرېدو سره میلیونونه افغانۍ زیان کوي.
اړوند مطالب:





