د بلخ او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز جوړېږي

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر وايي، په راتلونکیو دوو ورځو کې به د مزارشریف له هوايي ډګره اروپايي هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د مېوو او نورو سوداګریزو توکیو لېږد پیل شي.

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر ویاند سمیر رسا نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اوس د افغانستان مېوې او نور سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې ۳۳ اروپايي او ۵۰ عربي او او اسیایي ښارونو ته لېږدول کېږي او غواړي دا کچه نوره هم ډېره کړي.

د رسا په وینا، دوه ورځې وروسته به د مزارشریف له هوایي ډګره، اروپايي هېوادونو ته د سوداګریزو توکیو د لېږد لړۍ پیل شي چې په لومړۍ الوتنه کې به یې پنځه ټنه وچه مېوه ولېږدول شي.

نوموړی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به په هرات کې هم هوايي دهلېز جوړ او افغاني مېوې او توکي به بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوایي په هېواد کې د هوايي دهلېزونو له جوړېدو راهیسې د څه باندې سل میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، ۵۴۰۰ ټنه بېلابېل سوداګریز توکي له کابل نه د اروپایي، اسیایي او عربي هېوادونو بازارونو ته لېږل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام