
د غزني ولایت اوسیدونکي وايي، چې دوی د بريښنا هر کیلوواټ په لوړه بیه اخلي، خو په بدل کې يې له برېښنا د کمو ساعتونو لهپاره برخمن وي.
د دوی د بریښنا له پاره د مودې ټاکل ددغه ولایت اوسیدونکو ژوند يي له ستونزو سره مخ کړی او په دغه ولایت کې يې سواګرو د پانګونې مخه هم نیولې ده.
دوی وايي چې که څه هم بریښنا د ژوند مهمو برخو ګڼل کیږي خو د بریښنا لوړې بیې له امله نه شي کولای له بریښنايي وسایلو کار واخلي.
د غزني ولایت اوسیدونکې جمشید وايي په ۲۴ ساعتونو کې دوی ۷ ساعته بریښنا لري خو د بریښنالوړې بیې له امله نه شي کولای چې له بریښنا ګټه واخلي.
دی زیاتوي، چې دوی په هر کیلواټ باندې ۴۰ افغانۍ ورکوي، چې هر بیل يې دوه یا درې زره افغاني کیږي.
د غزني ولایت یو بل اوسیدونکی نظیف الله چې ددغه ولایت ۱۴ کیلومټرۍ د کډوالو په ښار ګوټي کې ژوند کوي، وايي خصوصي شرکتونه د بریښنا بیه په خپل زړه ټاکي.
هغه وايي چې د هر کیلو واټ بیه ۵۵ افغانۍ ده او دا کار ددې لامل شوی چې ډيری کورنۍ د څراغونو رڼا ته کیښني.
د بریښنا نشتون د خلکو ژوند يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او ترڅنګ يي سوداګرو ته په میلیونونو افغانیو زیان اړولی دی.
د غزني ولایت د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي وحیدالله وصال سلام وطندارته وویل، چې که څه هم غزنی د سوداګرو، د لبنیاتو او د میوو جوسو تولید له پاره ښه ځای دی، خو د بريښنانشتون ددې لامل شوی چې د غزني ولایت صنعتي ښار ګوټی غیر فعال شي:
« شرکتونه شته چې لویه پانګه ونه يې کړې او لوی لوی ماشینونه لري د مثال په توګه د اوړو یو لوی شرکت لرو چې کله يې په فعالیت پيل وکړ خو له بده مرغه کار يې اوس په ټپه ودرید، د نوشابې او دیګ جوړونې شرکتونه لرو چې د بریښنا له نه شتون سره مخ دي.»
د غزني ولایت د بریښنا رېیس جان محمد دغزني د اوسیدونکو ستونزې منې او وايي چې د غزني په ښار کې ۲۰ سلنه خلک دولتي بریښنا د ۳۵ افغانیو په بیه ورکړل شوې ده.

دی وايي له بهرنیو هېوادونو نه د وارداتي بریښنا سره د غزني د خلکو ستونزې هوارې شي.
« موږ دوه ډوله بریښنا پر خلکو ویشلې د ښار دننه ۲۴ ساعته بریښنا ده او د ښار په څنډه کې بیا ۷ ساعته بریښنا ده.»
د غزني ولایت د بریښنا شرکت مسولین وايي یو شمېر دولتي ادارو د بریښنا بیلونو پيسې نه ورکولو له امله به د دوی پراختیايي پروګرامونه پلي نه شي.
بریښنا د هر هېواد پرمختګ لهپاره یو اساسي رکن دی.
خو په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو د لګښت سره ـ سره اوس هم د افغانستان ډیری اوسیدونکي د پرمختګ د لومړي ګام څخه هم برخمن نهدي.





