اجرایوي رییس د بشر دوستانه مرستو کنفرانس کې د ګډون په پار ترکیې ته لاړ

ډاکټر عبدالله د بشر دوستانه مرستو سرمشریزې غونډې کې د ګډون له پاره ترکيې ته تللی 

د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي سلام وطندار ته وویل، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بشر دوستانه مرستو سرمشریزې غونډې کې د ګډون له پاره ترکيې ته تللی دی.

د ملګرو ملتونو له خوا په دغه جوړېدونکې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او په ټوله نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو په اړه بحث کوي.

د اجرایوي ریاست د ویاند په وینا، عبدالله به په دغې غونډه کې نړیوالو ته د افغانستان د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړي او د بشردوستانه مرستو په باب به روښانه تصویر وښيي.

په اوس وخت کې افغانستان زیاتو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره سم په افغانستان کې په سلګونو زره کسان د میلیوني بېکاره کسانو په ډله کې وراضافه شول او په زرګونو نور د اروپا په لوري مسافر شول.

جرایوي رییس به د دې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړیو مشرانو سره جلا لیده کاته وکړي

د رحیمي په وینا، په دې غونډه کې د هېوادونو اړتیاوې او د بشر دوستانه مرستو په اړه به په لوړه کچه بحث وشي.

رحیمي زیاته کړه، چې د پناه غوښتلو او کډوالیو بحران، په کورنیو جګړو او طبیعي پېښو کې هېوادوالو ته اوښتي زیانونه د دولت په لومړیتوبونو کې دي او دا موضوع به په دې غونډه کې مطرح شي.

رحیمي همداراز وویل، چې اجرایوي رییس به د دې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړیو مشرانو سره جلا لیده کاته وکړي.

له ډاکټر عبدالله سره په دې سفر کې د کډوالو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.

د اجرایوي ریاست مسوولان وايي، چې په بشر دوستانه برخه کې به ملګري ملتونه او نور هېوادونه به د بشردوستانه مرستو په برخه کې خپلې ژمنې په لوړه کچه اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام