د جاپان یو کوچنی ټاپو د نړۍ اقتصاد بدلوی شي

په ارام سمندر کې یو کوچنی ټاپو د سترې موندنې ځای دی. دا موندنه د نړۍ راتلونکی اقتصاد بدلولی شي. د دې موندنې یو اقتصاد پوه باور دی چې دا زېرمه «د لوبې بدلوونکې ده».  کومو څېړونکو چې په دې موندنه کې مرسته کړې؛ د دغه کشف پوتانشیل فوق‌العاده ګڼي.

په دې سیمه کې یوه خټینه غونډۍ موندل شوې چې ۱۶ میلیونه ټنه اټکل شوې ده. د دغې خټینې غونډۍ د ننه ګران بیه او ناویات معدني توکي موجود دي. په دغو ناویاتو معدني توکیو کې هغه کم‌پيدا مواد شته چې په لېرې واټن وېشتونکیو توغندیو، تیلیفونونو، د رادار په دستګاوو او ترکیبي لېږد وسایلو کې ترې کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه اېتریم چې له دغه فلزه د حساسو او پياوړیو کمرو په لېنزونو او ځېرکو تیلیفونونو په مخ پاڼو کې کارول کېږي.

د هغې څېړنې پر بنسټ چې جاپانیو څېړونکیو خپره کړې، راغلي دغه موندل شوې خټینه غونډۍ  د مینامیتوري ټاپو ته څېرمه د چاپان ساحل په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې ځای لري.

 اېتریم یو ناویات معدني توکی دی چې د ځیرکو تیلیفونو په مخ‌پاڼو کې ترې کار اخیستل کېږي 

په څېړنه کې د بېلګې په توګه راخیستل شوي چې د دغه خټینې غونډۍ دننه اېتریم د ۷۸۰ کلونو، اروپيم ( ناویات کیمیاوي عنصر دی چې د رنګه تلوېزیونونو په جوړولو کې ترې ګټنه کېږي) د ۶۲۰ کلونو، تربیوم (بل یو ناویات فلز دی) د ۷۳۰ کلونو او دیسپروزیم (سپینوزرو ته ورته ناویات فلز دی) د ۷۳۰ کلونو له‌پاره د ټولې نړۍ اړتیاوې په دې برخو کې پوره کوي.

دغه نوې موندنه یوه ستر لاسته راوړنه ده او د ناویاتو معدني توکیو د جدي اړتیاوو ته په کتو دغه زېرمه زښته ارزښتمنه ده.

اوسمهال چین د ناویاتو توکیو ستره سرچینه یانې ۹۵ سلنه په واک کې لري. له همدې کبله جاپان او نور هېوادونه د دغو توکیو لاسته راوړو په خاطر په چین ډډه لګوي؛ خو دا ځل جاپان تازه موندل شوي ناویات توکي په خپل واک کې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام