
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی وايي، د بندرونو د مسوولیت لېږد چارې وروستۍ شوي او ډېر ژر به د ټولو سوداګریزو او ټرانزیټي بندرونو مسوولیت له سوداګرۍ وزارت څخه مالیې وزارت پورې وتړل شي.
عبدالرحیم زي سلام وطندار ته وویل، مالیې وزارت ته د دغو بندرونو لېږدولو موخه د ښو خدمتونو وړاندې کول او له بهرنیو هېوادونو سره د خصوصي سکټور په برخه کې د سوداګرو د اړیکو پراخېدل بولي.
د مالیې وزارت مسوولین وايي، هغه کارکوونکي چې په بندرونو کې کار کوي له دندو نه ګوښه کېږي یوازې یې مدیریت مالیې وزارت ته سپارل کېږي.
اوسمهال افغانستان د اسلام کلا او زرنج له لارې ایران، د حیرتان له لارې اوزبیکستان، د شیرخان بندر له لارې تاجکستان، د اقینې او تورغندۍ له لارې له ترکمنستان، د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لري.





