.jpg)
د "اغېزمنې سوداګرۍ او متخصصو ځوانانو" په جوړ شوي نندارتون کې د ښځینهوو سوداګرو او ځوانانو لاسي او ماشیني صنایع، فرهنکي او هنري اثار، ودانیز توکي، کرنیز محصولات، حیواني محصولات او سنتي جامې نندارې ته کېښودل شوي دي.
په دې نندارتون کې د انجینیري پوهنځي د زدهکړیالانو لاسته راوړنې، علمي اختراعات لکه الوتکې او ځینې نور برېښنايي وسایل نندارې ته وړاندې شوي دي.
.jpg)
د افغانستان د سوداکرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د دغه نندارتون پرانیسته د ځوانو سوداګرو، صنعتکارانو او استعداد لرونکو په ملاتړ یو ګټور ګام دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې سوداګریز مرستیال او مدیره هیت غړی محمد یونس مومند د نندارتون پرانیست غونډې ته وویل، د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د ځوانانو حضور د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د پياوړتیا لامل کېږي.
.jpg)
مومند د دغه نندارتون پرانیستلو موخه په هېواد او هېواده بهر د سوداګرۍ، هنر او اغېزمنې پانګونې په برخه کې د ښځینهوو سوداګرو او ځوانانو پېژندنه ده.
د "اغېزمنو سوداګرو او متخصصو ځوانانو" نندارتون د آرین روز شرکت له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ادارې په مرسته د درېیو ورځو له پاره پرانیستل شوی دی.
په دغه نندارتون کې۹۰ شرکتونو او کورنیو بنسټونو خپل محصولات او لاسي صنایع په ۱۰۴ غرفو کې نندارې ته ایښي دي.





