ختیځو ولایتونو کې پر پاکستانیو کلدارو د بندیز کمپاین د غځولو غوښتنه

د هېواد ختیځ، سویل‌ختیځ او سویلي ولایتونو کې له کلونو راهیسې د افغانيو پر ځای نږدې ټوله راکړه ـ ورکړه او سوداګري پر پاکستانۍ کالدارو کېږي.

د وخت حکومتونو په ځلونو هڅه کړې چې هېواد کې د بهرنیو پیسو او بانکنوټونو چلښت بند کړي؛ خو یا خپله حکومتونه پرېکړو کې جدي نه‌دي پاتې شوي او یا هم سوداګرو او ولس خپلو پیسو ته اهمیت نه‌دی ورکړی.

دې وروستیو کې ننګرهار کې د ولایتي ادارې په هلو ـ ځلو یو ځل بیا د کلدارو پر چلېدو د بندیز کمپاین پیل شوی‌دی.

ولسي وګړي پر پاکستانیو پیسو د چلښت بندیز ته خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې حکومت باید دې برخه کې جدي عمل وکړي او هغه کسان دې جریمه کړي چې په کلدارو راکړه ـ ورکړه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه او ننګرهار کې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار تاج‌محمد تمکین وايي، پر بهرنیو کرنسۍ بندیز د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړولی شي او دا چاره د ملي اقتصاد په پیاوړتیا هم مثبت اغېز کوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، دا پروسه دې دوامداره او له نمایشي حرکتونو لرې وساتل شي.

د ده په وینا، که حکومت اراده ولري؛ په یوه اوونۍ کې کلدارې بندولی شي.

خو د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ولایتي اداره ژمنه ده چې د یوې میاشتې په موده کې به بشپړه توګه پر پاکستانۍ کلدارو بندیز ولګوي.

د ده په خبره، که‌چېرې په هر هټي کې پر کلدارو راکړه ـ ورکړه وشي؛ هټي او مارکېټ ړل کېږي.

خو د چارو شنونکي بیا د کلدارو پر چلښت د بندیز پیل شوی کمپاین د ستونزې اساسي حل نه بولي او وايي، حکومت دې لومړي سر کې په لویه کچه سوداګرۍ کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ـ ورکړه او نرخونه کنټرول او وروسته دې په ولسي خلکو دا پرېکړه عملي کړي.

ځېنې بیا دې برخې کې ولسي خلک ګرم بولي او وايي، که عام‌وګړي خپل افغاني هویت ته ارزښت ورکړي؛ نو په اسانۍ د بهرنیو پیسو کارولو مخه نیول کېدلی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام