د دغه ولايت سوداګر او یو شمېر ځایي خلک وايي، چې د برېښنا په نشتوالي کې له ګڼو ستونزه سره مخ دي او نه شي کولی خپلې چارې په سمه توګه سمبال کړي.
د دوی پر وینا، د پکتیا ډېر سوداګر ځکه په بهرنيو هېوادونو او یا نورو ولايتونو کې پانګونه کوي، چې په دې ولايت کې ورته شرایط نه دي برابر شوي.
د سوداګرو له پاره تر ټولو مهم امنيت، برېښنا او مناسب موقيعت دی، چې دا مهال يوازې د برېښنا ستونزه جدي ګڼل کېږي.
د پکتیا سوداګر له حکومته غواړي، چې دوی ته په ارزانه بیه برېښنا او د کار وبار نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له یوې خوا ولس ته ګټه ورسوي او له بلې خوا څو کسانو ته د دندو موکې پيدا کړي.
پکتیا کې سوداګر حاجي رحیم الله د نورو په استازولۍ له سلام وطندار سره په مرکه کې له سیمه ییزې اداري او حکومته جدي غوښتنه وکړه، چې په د دوی د برېښنا، امنیت او ځای په برخه کې د دوی غږ په جدي توګه واوري.
د ده په خبره، د برېښنا ستر، ستر ماشينونه شته؛ خو ډېر قميته تمامېږي؛ نو که برېښنا نه وي؛ هېڅ کار نه کېږي.
يو بل سوداګر حاجي رییس هم د برېښنا اړتيا مهم بولي، وايي، چې د چارو د ښهوالي له پاره تر ټولو زياته اړتيا برېښنا ده او دا هغه ضرورت دی، چې دوی یې ډېره محسوسوي.

د ده په خبره، که ښه برېښنا ورکول شي؛ هم به تولیدات زیات کړي او هم به نورو ته کاري زمینه برابره کړي.
بريښنا يوازې د سوداګرو له پاره مهمه نه ده، بلکې په ټولو ټولنيزو چارو کې هم اړینه ګڼل کېږي.
د پکتيا یو شمېر اوسېدونکي هم د برېښنا ورتېرېدل د دوی په ژوند کې مثبت بدلون بولي او وايي، چې له برېښنا سره خلکو ته د کار زمينه برابرېږي او سوداګري پرمختګ کوي.
د پکتيا سيمه یيز چارواکي د پکتيا د سوداګرو او اوسېدونکو شکايت او غوښتنې پر ځای بولي، وايي، پر خپل ټول توان هڅه کوي، چې پکتيا او خوست ته برېښنا ورسوي.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا سلام وطندار ته وويل، چې د برېښنا د پايو کار بشپړ او د مزو د غځونې چارې تر يو ځايه بشپړې شوې دي.
ارسلا زیاتوي، چې په مرکز ګردېز کې د برېښنا له پاره سبسټېشن جوړ شوی، چي پر په راتلونکیو پنځو مياشتو کې به پکتيا ته د تاجکستان وارداتي برېښنا ورسېږي.
د ده په خبره، په رالېږدېدونکې برېښنا به سوداګرو ته حتمي پاملرنه وکړي.
ټولنیز باور دا دی، که چېرې په افغانستان کې سوداګرو ته د پانګونې زمينه برابره شي؛ د خلکو اقتصادي وضعيت به ښه او کورني پیداوار به ورسره وده وکړي.





