کندوز کې ښځو د تُرشي او مُربا کارخونه جوړه کړې

که څه هم کندوز د هېواد د جګړه ځپلیو ولایتونو له ډلې یو دی، خو د دغه ولایت یوشمېر فعالې ښځې تل هڅه کوي چې د اړ او بې‌وزله ښځو د پر ځان بسیاینې لپاره کاري اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندوز د ښځو د انسجام شورا تازه د «تعاون» دفتر په مالي مرسته د ښځو لپاره د اچارو، چکني او مُربا کارخونه جوړه کړې ده.

د دغې کارخونې کارکوونکې خپله تولید کړې تُرشي او مُربا په بازار کې پلوري.

۳۵ کلنه زربي‌بي چې خاوند یې په جګړو کې له لاسه ورکړی او اوس د څلورو ماشومانو سرپرستي ور په غاړه ده، د دغې کارخونې یوه کارکوونکې ده. هغه وايي، مخکې به یې ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ډېرې سختۍ ګاللې، خو اوس د دغې کارخونې له لارې کولای شي د ژوند اړتیاوې پوره او د کورنۍ د اقتصاد څرخ وګرځوي.

د کندوز یوه فعاله ښځه هاجره اسلم‌بیک د اړمنو ښځو لپاره د دغې کارخونې جوړول مهم بولي او وايي، ښځې کولای شي په دې کارخونه کې د کار له لارې د خپلو ماشومانو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغه له کندوزیانو غواړي چې د ښځو د ملاتړ او په ټولنه کې یې د پرمختګ لپاره د دغې کارخونې تولیدات وکاروي.

د کندوز د ښځو د انسجام شورا مسووله او د دغې کارخونې بنسټ‌اېښودونکې ناهید قریشي وايي، اوس په یاده کارخونه کې ۵ ښځې چې د کور سرپرستي ور په غاړه ده، کار کوي.

قریشي وايي، په راتلونکي کې هم د اړمنو ښځو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ښه پروګرامونه په پام کې لري او له حکومته غواړي چې د ښځو د تولیداتو ډېروالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندوز کې ډېرو ښځو د خپلې کورنۍ سرپرست له لاسه ورکړی او د دا ډول کارخونو جوړول کولای شي هغوی پر ځان بسیاینې ته ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام