
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، افغانستان د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د بساینې په لور روان دی او په کال کې د ۳،۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت دغه توکي خپله تولیدوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین داکټرعبدالباري رحمان د ودانیزو توکو د تولید په دویم ملي کنفرانس نن (یک شنبه) په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې افغانستان د ودانیزو توکو د لید په برخه کې د هېوا له ۳۰ تر ۴۰ سلنه خپله تولیدوي، خو سره له دې سوداګر هر کال د ۳ میلیاردو ډا لرو په ارزښت ساختمانې توکې له ایران، پاکستان، روسیې او له نورو هېوادونو واردوي.
عبدالباري وايي، حکومت باید په دې برخه کې د بسیاینې له پاره هغه توکي چې په کور دننه تولیدیږي، له بهره وارد نه کړي.
د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د صنایعو ټولنې مشرسخي احمد پیمان وویل، د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې د تېرې یوې لسیزې په پرتله اوسمهال د پام وړپرمختګ شوی، خو د ځينو ستونزو له امله د یو شمېر مهمو ودانیزو توکو د تولید په برخه کې پاتې یو او اوس هم کاشي، سمنټ او ځینې نور توکي له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
پیمان وویل، د پلاستیکې پایپونو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شوي او د ګول سیخ په برخه کې تر۳۰ سلنه په ځان بسیاینې ته رسېدلي دي، خو په راتلونکو دوو میاشتو کې به د اوسپینې د زوب دوې نوې فابریکې هم په کار پیل وکړي، چې دا به د ځان بسیاینې کچه ۵۰ سلنې ته لوړه کړي.
د تایید شویو راپورنو له مخې د ودانیزو توکو د تولید صنایع ۲۷ سکتورونه فعال دي او ځینې یې پرځان بسیا ینې ته رسیدلي دي.





