
نن په کابل کې د ولسمشر محمداشرف غني په حضور سره د برېښنا شرکت مسوولانو د دوو هندي شرکتونو او یو چینايي شرکت ترمنځ بامیانو ته د برېښنا رسولو درېیوو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د برېښنا شرکت رییس امانالله غالب وايي، د ۴۳.۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د بغلان له دوشي نه د بامیانو تر ښاره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د تمدید پروژه او د ۲۴.۱ میلیونو ډالرو په ارزښت بامیانو ښار ته د برېښنا رسولو شبکې جوړول د هندي شرکتونو له لوري پلي کېږي.
ښاغلی غالب زیاتوي، د بامیانو ولایت په دښتاژدر سیمه کې د ۱۱.۶میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۲ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره د ۲۲۰ پر ۲۰ کیلو ولټه برېښنا سبسټېشن جوړولو تړون له یو چینايي شرکت سره لاسلیک شویدی.

د برېښنا شرکت مسوولانو په وینا، د بامیانو ولایت د برېښنا رسولو په درېیوو پروژو نږدې ۸۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې اسیا پراختیايي بانک يې ورکوي.
بامیانو ته د برېښنا ورکولو لهپاره، د دوشي – بامیانو ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا مزي غځول، هغه بدیل پروګرام دی چې حکومت یې د بامیانو لارې پر ځای د سالنګ له لارې د ټوټاپ یا د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزي له غځولو وروسته عملي کوي.





