غني: افغانستان د دویمه‌درجه وارداتو ځای نه‌دی

افغان ولسمشر محمداشرف غني د جلغوزیو د تولید، پروسېس او بسته‌بندۍ او د اوسپنې د ویلې کولو د فابریکو په پرانیست‌غونډه کې وویل چې افغانستان د دویمه‌درجه شیانو د وارداتو خای نه‌دی.

د ده په وینا، که‌چېرې کوم جنس زموږ د صنعت په مقابل کې خنډ شي؛ له هغه هېواد سره به د خبرو ترڅنګ د هغه اجناس ضبط شي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، په عمومي ډول ټولو دولتي پروژو ته ارزښت ورکوي؛ خو په ځانګړي ډول د فولادو صنعت ته ډېره ترجیح ورکوي.

په‌دې غونډه کې د هېواد پانګوالو او سوداګرو له ولسمشر غني او حکومت نه په بېلابېلو برخو کې د مرستو او ژمنو غوښتنه وکړه چې ولسمشر غني یې ډېرو هغو ته هرکلی وویلو.

ورته مطالب:

د ۲۰ ولایتونو اوسپنه له هېواده بهر قاچاقېږي

ولسمشر غني د لاجوردو لار پرانېسته

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام