د چابهار بندر د چارو درېدل یوځل بیا افغانستان پاکستان ته اړ کوي

رویټرز خبري اژانس په نوي راپور کې د ایران چابهار بندر د پراختیا لهپاره د غربي شرکتونو تجهیزاتو له نه پلورل کېدو خبر ورکړی.

دغه اژانس د یادې ستونزې لامل پر ایران د امریکې د بندیزونو او بانکي محدودیتونو دوام بولي.

دغه راز هندي چارواکو هم رویټرز ته ویلي دي، چې نامطلوب بانکي وضعیت د چابهار بندر په چارو کې د کار درېدو لامل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د رامنځته شوي وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو وایي، د چابهار بندر د چارو د درېدو په صورت کې به د افغانستان له ۱۰۰ زیاتو شرکتونو پانګونې په سیند لاهو شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، د چابهار بندر د کار درېدل د دې لامل کېږي، چې افغان سوداګر یو ځل بیا پاکستان ته مخه کړي او له اسلام اباد سره خپلې اړیکې ښې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ویاند پرخبره، چابهار بندر له جنوبي اسیا هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو له‌پاره دپاکستان بدیل دی او د دې سوداګریز بندر د چارو درېدل افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخ کوي.

پسرلي زیاته کړه، چې پر ایران د امریکې بندیزونو او د چابهار بندر د کارونو  بندېدل د افغانستان پر سوداګرۍ ۵۰ سلنه منفي اغیز لري.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار ته وویل، چې اوسنۍ ستونزې د هند او ایران ترمنځ د اختلافونو له امله دي او افغانستان په دې کار کې رول نه لري.

قوقندي وايي، هر څومره چې په چابهار بندر کې اسانتیاوي رامنځته شي د افغانستان په ګټه دی.

د افغانستان، ایران  او هند ترمنځ د سوداګرۍ درې اړخیز هوکړه لیک په ۱۳۹۵ کال کې د درې واړو هېوادونو مشرانو په ګډون په تهران کې لاسلیک شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام