حکومت له ترکي شرکت سره د کجکي برېښنا بند د ظرفیت لوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د انرژي او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه هوکړه لیک په لاسلیک سره به د کجکي بريښنا بند د تولید ظرفیت ۱۰۰ میګا واټو ته لوړ شي او همدارنګه د بند د اوبو زیرمه هم ۱،۱ میلیار متر مکعبو ته لوړیږي.

د انرژي او اوبو وزارت چارواکو نن سه شنبه (جون ۷مه) د هلمند کجکي بریښناد بند ظرفیت لوړولو هوکړه لیک د "ترکي ۷۷ " شرکت له مسوولینو سره لاسلیک کړ.

ددغه هوکړه لیک پر بنسټ به یاد شرکت د کجکي بریښنا بند ظرفیت پر لوړولو پانګونه کوي او تر راتلونکو درې میاشتو پورې ددې پروژې څرنګوالي طرح د انرژي او اوبو وزارت ته سپاري. 

د انرژي او اوبو وزیر علي احمد عثماني د کجکي بریښنا بند د ظرفیت لوړولو هوکړې لیک په مناسبت غونډې ته چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ارګ کې جوړه شوې وه، وویل، د قراردادي شرکت ژمنې پر بنسټ ددې پروژې دویمه برخه تر درې کلونو پورې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

د عثماني پر وینا، د یادې پروژې کار له بشپړیدو وروسته د کجکي بریښنا بند تولید ظرفیت د سلما بند دوه برابره لوړیږي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بند به په سیمه کې یو په یو له سترو بندونو بدل شي.

د کجکي بریښنا بند لومړۍ برخه په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د ۳۳ میګا واټه بریښنا تولید پر ظرفیت امریکایانو جوړ کړی و.

د هلمند کجکي بریښنا پروژه د افغان دولت له پراختیايي پروژو شمیرل کیږي، چې موخه يې کرنیزو ځمکو ته اوبه رسول او د بريښنا تولید دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام