
د افغانستان د کاریګرو ملي ټولنه (امکا) وايي، چې حکومت باید کاریګرو ته لږ تر لږه تنخوا وټاکي.
نن ورځ په کابل او غور ولایتونو کې لسګونه کاریګر راټول شوي وو او د مې لومړۍ نېټه د کاریګر نړیواله ورځ یې ونمانځله.
کاریګرو "موږ کار غواړو" شعارونه ورکول او له حکومته یې وغوښتل، چې د کاریګرو وضیعت ته پام وکړي.
زرمینه چې پروینا یې د کور سرپرسته او زیاتو ستونزه سره مخ ده؛ له دولت ته غواړي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کاریګرو د ملي ټولنې مسوولین وايي، د حکومت مشران په ټاکنیزو منډو کې د کارموندې ژمنې کړې وې؛ خو د نږدې ۳ کلونو په تېرېدو سره په ژمنه عمل نه دی کړی او هر ورځ په هېواد کې د وزګارو کسانو شمېر زیاتېږي.
د دې ټولنې رییس معروف قادري وویل، د کاریګرو غوښتنې او ستونزې زیاتې دي، خو په لومړي ګام کې باید د کار په قانون بیا کتنه وشي او د کاریګرو معاشونه دې زیات شي.

معروف وايي، لږ تر لږه د یو کاریګر لهپاره ۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش وټاکل شي.
دغه راز په غور کې لسګونو کاریګرو د لاریون پرمهال وویل، کار عبادت دی، کار شرافت دی او عدالت غواړو.
یو کاریګر محمد احمدي وايي، د کار نهشتوالي له امله یو شمېر انجینیران او مسلکي خلک لاسي توکي پلوري او ځینې نور ځوانان د ناچارۍ له امله نامسووله قوماندانو سره یوځای شوي او غلاوو ته یې مخه کړې ده.
افغانستان کې داسې مهال د کار نړیواله ورځ نمانځل کېږي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د بېکارۍ ګراف لوړیږي او د کار موندنې په برخه کې د حکومت ژمنې یوازې تر وینا محدودې دي.





