
د پروموټ پروګرام چې د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې یا USAID له خوا تمویلېږي؛ نن په کابل کې د هېواد ۲۵ ولایتونو سوداګرو مېرمنو کوربه و.
سوداګرې میرمنې وايي چې دوی د پانګونې په برخه کې جدي ستونزو لکه بانکي پورونو، د سوداګریزو محصولاتو لهپاره د بازار نهشتوالي، لوړې مالیې، بانکي ضمانتونو او په مالي بنسټونو کې د ښځینهوو حضور کمرنګوالي سره مخ دی.
د دې سوداګرو مرمنو له ډلې نجما نجوا له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه رامنځته او د سوداګرۍ په برخه کې يې ستونزې هوارې کړي.
په ورته وخت کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله غونډې ته وویل، حکومت د سوداګرو مېرمنو ستونزو حل لهپاره لارې ـ چارې لټوي.

ښاغلي عبدالله په دولتي ادارو کې بيروکراسي او د سوداګرو مېرمنو شکایتونو ته نه رسېدنه د یوې ستونزې په توګه مني او ټینګار کوي چې غوښتنو ته يې رسېدنه کوي.
د حکومت اجرایوي رییس په وینا، هغه کسان چې د افغانستان جګړې، ورانکاري دوام او ښځو ځورونې په لټه کې دي؛ هېڅکله خپلې دې غوښتنې ته نهشي رسېدلی.
ښاغلي عبدالله له سوداګرو مېرمنو وغوښتل چې خپل تجربې له یو بل سره شریکې کړې چې سوداګري يې لا وده وکړي.
سوداګرو مېرمنو د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې له حکومته وغوښتل چې د دوی ستنزو حل په برخه کې جدي اقدام وکړي او له خپلو تشو ژمنو سره دوی نورې هم سترې نهکړي.





