نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړه

نړیوال بانک افغانستان سره د اقتصادي پرمختګ او له کورونا سره د مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړه.

له نړیوال بانکه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له افغانستان سره دا مرسته د سوداګریزو مقرراتو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګونې د هڅونې او د ټولنیز ګډون د پراخولو او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت پیاوړتیا او مالي پایښت د خوندیتوب لپاره شوې ده.

د ياد بانک  خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دې هڅوونکې مرسته کې ۱۶۰ میلیون ډالر د دغه بانک د نړیوالې پراختیا فنډ نه اخیستل شوي چې د ډېرو خوارو هېوادونو لپاره دی او ۲۴۰ میلیون ډالر هم د افغانستان د بیارغونې فنډ نه اخیستل شوي چې نړیوال بانک یې د ۳۴ مرستندویانو پر مټ اداره کوي.

نړيوال بانک وايي، افغانستان په  ۲۰۲۰ کال کې له سختو ننګونو سره مخ دی چې له دې ډلې کورونا ويروس ورباندې سملاسي بد اغېز کړی دی.

 د نړیوال بانک په وينا، د لارو تړل کېدل، د ټرانسپورټي خدماتو او د سوداګريزو کاليو د ټرانزيټ بندېدل لامل شوی چې د دولت عايدات شي.

ياد بانک زياتوي، افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه په څرګنده توګه موجوده ده او په دې هېواد کې امنيتي او سياسي شکونه دوام لري.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام