
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس حسن سروش وايي چې پهدې دویمه غونډه کې هڅه کیږي چې په عملي توګه د لاجوردو لارې څخه ګټه واخیستل شي.
ښاغلی سروش زیاتوي، پهدې دوې ورځنۍ غونډې کې د لاجوردو د لارې د اوسپنې پټلۍ ټرانسپورټ پروتوکل باید نهایي شي.
هغه ټینګار وکړ چې د سوداګریزو توکو یوه ازمایښتي محموله به په همدې موخه د لاجوردو له لارې غړیو هېوادونو ته ولېږدول شي چې د غړیو هېوادونو ترمنځ عملاً ستونزې او فرصتونه ځانګړي شي.
دغه لار له افغانستان څخه د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي او له کسپین څخه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو څخه تورې بحیرې او له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي چې افغانستان کولای شي په اسانۍ اروپايي هېوادونو ته لاره پیدا کړي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د افتصادي همکاریو رییس زیاتوي، د لومړینو ارزونو لهمخې د لاجوردو د لارې د زیربناوو جوړولو لهپاره شاوخوا ۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
د ټرانسپورټ مرستیال وزیر اماممحمد وریماچ وايي چې حکومت هڅه کوي د لاجوردو لاره په ټرانسپورټي رقابت بدله کړي او په افغانستان کې د ټرانزیټي نورو لارو لهپاره بدیل وي چې لهدې سره به ټراسپورټي لګښتونه هم راکم شي.

هغه ټینګار کوي چې په پام کې ده راتلونکې اوونۍ د سوداګریزو توکیو یوه ۱۰ کانتېنري محموله د هرات له تورغنډۍ بندره د لاجوردو غړیو هېوادونو ته واستول شي.
د ټرانسپورټ وزارت معین وايي چې همدا اوس په افغانستان کې ۱۰ ټرانسپورټي شرکتونه له نړۍوالو معیارونو سره برابر شوي او د (ټي آي آر) یا تیر جوازونه یې تر لاسه کړيدي.
په همدې حال کې د هرات والي محمداصف رحیمي د لاجوردو لارې د چارو د پیلېدو د هڅو په ستاینې سره وايي چې د دې لارې د چارو په پيلېدو سره افغانستان د هرات له لارې د سیمې له هېوادونو سره وصلېږي.
په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وايي چې د لاجوردو لارې څخه د ټرانزیټي محمولو د لیږد لهپاره په هرات ولایت کې لازم چمتووالی نیول شویدي.
د اقتصادي چارو پوهان پهدې آند دي چې د دې لارې په پرانستل کېدو سره افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته له احتیاجه خلاصېږي او په سیمه کې به تر ټولو لویې ټرانیزیټي لارې ولري.
د غړیو هېوادونو د کارپوهانو لومړۍ غونډه د سږکال په لومړیو کې په عشقآباد کې جوړه شوې وه او دا یې دویمه هغه وه.





