
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د زعفرانو ترڅنګ، د الووېرا بوټی د کوکنارو کرلو ځای ونیسي. د دوی په وینا، اوس په دغه ولایت کې پر ۵ هکټاره ځمکه د الووېرا بوټی کرل شوی او نږدې ۷۰ کسانو ته ورسره کار هم پیدا شوی دی.
د بلخ د کرنې ریاست مرستیال ذبېحالله زوبین سلاموطندار ته وویل، هغو کسانو چې د الووېرا بوټی کرلی، له یو هکټار ځمکې نه له یو میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو نه ډېرې پیسې ترلاسه کوي، خو پر یو هکټار ځمکه له کرل شویو کوکنارو نه شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ عاید لري.
د نوموړي په وینا، د الووېرا بوټی کمو اوبو او کم زیار ته اړتیا لري چې په نړیوالو بازارونو کې لوړه بیه لري.
د دغه ریاست مسوولان وايي، په پام کې لري چې د یاد بوټي کرل په نورو ولایتونو کې هم دود کړي.
په همدې حال کې د بلخ یوشمېر بزګران چې اوس د الووېرا بوټی کري، د کوکنارو له کرلو نه دغه بوټي کرل ښه بولي.

بلهخوا په بلخ کې د ګلخانه لرونکیو ټولنې رییس حسن جعفري وايي چې سږ کال یې پر لس جریبه ځمکه د الووېرا بوټی کرلی او هره پاڼه یې د دوه ډالرو په بدل کې پر هند پلوري.
دغه بزګران چې غواړي په راتلونکي کال کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د الووېرا بوټی وکري، د یاد بوټي د کرلو دودول د هېواد د اقتصاد لپاره ګټور بولي.
افغانستان اوس په نړیواله کچه د نشهيي توکیو د تولید تر ټولو ستره سرچینه بلل کېږي او حکومت هم تل د یادې پدیدې پروړاندې د مبارزې خبره کوي، خو مبارزه یې تراوسه لازمه پایله نهده لرلې.





