په وروستیو دغو وختونو کې ځینې مېرمنې چې زیاتره هغه یې لوستې دي په کابل ښار کې د خپل کاروبار خاوندانې دي. حمیده خاوري د دغو مېرمنو له ډلې ده چې کتاب پلورنځی لري. خاوري وايي د ښځو پر اقتصادي خپلواکۍ ډاډ دغه کاروبار ته اړوېستې ده.

د ولنټاین یا میینانو ورځې رارسېدو په پلمه مو له حمیدې خاوري وپوښتل چي ایا د دې مناسبت له کبله یې د پېرېدونکیو شمېر زیات شوی دی؟ نوموړې د سر په خوځولو د نه ځواب راکړه او د فرانسوي فیلسوف سیمون دوبووار وینا یې بېلګه کړه:« که هغه ورځ را ورسېږي چې ښځې ځواکمنه مینه وکړي، هغې ته به هم د سړي په شان مینه د ژوند سرچینه وګرځي؛ نه د مرګ کومه.»

رقیه محسني بله هغه هټیواله مېرمن ده. کله مو چې د راپور له‌پاره د هغې د انځور اخیستو اجازې وغوښته ویې ویل، حتما یې باید په انځور کې مسکا راشي.

رقیه په دې باور ده چې په کور ناستې او هغه مېرمنې چې په ټولنه کې کاروبار کوي د نړۍ په اړه یې لید توپیر لري. زیاتوي هغه وخت په دې توپیر وپوهېده چې د خپل کاروبار له‌پاره ټولنې سره یوځای شوه.

حمیده خاوري، رقیه محسني، اناهیتا او نورې هغه مېرمنې چې په خپل یې ځانونو ته یو کسب او کار برابر کړی له اقتصادي اړخه یې په نارینه‌وو ډډه راکمه شوې او په دې اند دي، که ښځې په خپل ځان باور پیداکړي په اساني به بسیاینې ته ورسېږي.

له دې ټولو سره سره دا چې د هېواد په بازارونو کې کاروبار د نارینه‌وو په لاس کې دی بیا هم له نارینه‌وو د ملاتړ تمه لري. هغه نارینه چې له دې درک لري په ډېرې اسانۍ دغه حقیقت درکوي.

د محمد جعفري په نوم هټیوال په دې باور دی چې مېرمنې نه یوازې په ګډ ژوند بلکې له هغې مخکې هم د نارینه له اقتصادي تمویل پرته په ژوند کې له سختیو سره مخ کېږي. سره له دې چې په ټولنه کې کاروبار او ګټل د نارینه‌وو چاره ده؛ مېرمنې هم د دې ځواک لري چې مالي بسیاینې ته ورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام