د لوړ تناژ لرونکیو موټرو اضافي بار به ضبط شي

د ټرانسپورټ، ټولګټو چارو، د سوداګرۍ او صنایعو او مالیې وزارتونو د کابل د ټرافیکو ریاست سره د لوړ تناژ لرونکیو موټرو د کنټرول او پر باروړونکیو موټرو د پلېټونو لګولو په موخه ګډه غونډه جوړه کړه.

د ټولګټو چارو وزیر یما یاري په‌دې غونډې کې وویل، اوس د هېواد په کچه ۲۵ سلنه لویې لارې تخریب شوي چې بیارغونه یې میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، دوی له نورو سکتوري ادارو سره په همغږۍ د لوړ تناژ لرونکیو موټرو د وزن کنټرول لپاره طرحې جوړې کړې دي.

له ټرانسپورټي شرکتونو د ژمنو اخیستل، د اضافي بارونو نیول، په ټولو تلو کې د کمرو لګول او د له مرکز یې کنټرول، پر لویو لارو د ګرځنده تګ‌راتګ ډېروالی، د بېلابېلو ټرانسپورټي شرکتونو جریمه او د جوازونو لغوه کول او د کنټرول دروازو جوړول په یادو طرحو کې شامل دي.

یما یاري وايي، د سړکونو تخریبول له هېواد او راتلونکي نسل سره ملي خیانت دی.

په همدې حال کې د ټرانسپورټ وزیر حمید طهماسي په‌دې غونډې کې د لوړ تناژ لرونکیو موټرو له چلوونکیو غواړي چې د موټرو پلېټونه یې پر خپلو ځانګړو ځایونو ولګوي.

نوموړی د حکومت د عوایدو بې‌ځایه تلو د مخنیوي لپاره مهم بولي.

بله‌خوا د مالیې وزیر همایون قیومي وايي، لارې او سړکونه د ټولنې بنسټیزې اړتیاوې دي او موټرچلوونکي یې باید ساتلو ته جدي پام وکړي.

قیومي خبرداری ورکوي، هغه کسان او د باربري اتحادیې چې د مقررو خلاف عمل کوي، نه یوازې جریمه او توکي به یې ضبط شي، بلکې په ګمرکونو کې به هم د خپلو ټرانسپورټي چارو د ترسره کولو اجازه ور نه‌کړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام