هرات کې د خوراکي توکیو د کیفیت معلومولو کتن‌ځای جوړ شو

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، تر دې مخکې هرات ته د راتلونکیو خوراکي توکیو کیفیت معلومول او ارزول په کابل کې کېدل، خو اوس به په دغه ولایت کې د کیفیت معلومولو د کتن‌ځای په جوړېدو سره هرات ته د بې‌کیفیته خوراکي توکیو د را واردولو مخه ونیول شي.

د فېروز په وینا، د یاد کتن‌ّځای په جوړولو سره به دغه ولایت ته راودېدونکي توکي د کیفیت معلومولو لپاره د هرات په بندر کې نه ځنډېږي.

په همدې حال کې د هرات د خوراکي توکیو د ټولنې رییس محمدکبیر اکبرزاده وايي، د خوراکي توکیو د کیفیت معلومولو د دغه کتن‌ّځای جوړول سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي.

د هرات یو شمېر سیمه‌ييز مسوولان هم د یاد کتن‌ځای د جوړېدو او له کبله یې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرېدو په اړه خوښي څرګندوي.

د خوراکي توکیو د کیفیت معلومولو پر دغه کتن‌ځای ۲۵۰ زره ډالر لګښت راغلی چې دغه پیسې په هرات کې د خصوصي برخې له لوري ورکړل شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر به هرات ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۷ روغتونونه او د روغتیايي مرکزونه ګټې اخېستنې ته وسپاري. نوموړی دغه راز د هرات ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ۲۰ نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو خبر هم ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام