پاکستاني سوداګر له افغان سوداګرو د ګډو ګټو شرکتونو جوړولو غوښتنه کړې

د پاکستان په لاهور ښار کې شاوخوا ۴۰ افغان ملي سوداګرو او د پاکستان ملي سوداګرو په ګډې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ستونزو او په ګډو ګټو بحث او خبرې کړي دي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندارته وویل، چې دغه غونډه چې د مارچ میاشتې له ۲۱ تر ۲۳ پورې یې دوام وکړ، د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د سوداګرۍ وزارت پلاوی هم ورغلی و.

پسرلي زیاته کړه، چې په دې غونډه کې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ترانزیټ په ستونزو، د ګډو ګټو د شرکتونو په جوړولو او په افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو په پانګونه بحث او خبرې اترې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان ملي سوداګرو پرېکړه کړې ده؛ له دواړو حکومتونو غواړي، چې سیاسي مسایل او موضوعات له اقتصادي موضوعاتو سره ګډ نه کړي.

دوی په یوې سلا سره له دواړو حکومتونو غوښتي دي، چې د سیاسي ستونزو له امله دې اقتصادي اړیکو او راکړې ورکړې ته زیان ونه رسوي.

همدا راز په دې غونډه کې دواړو لورو پرېکړه کړې، چې راتلونکي غونډه به د دواړو هېوادونو د ملي سوداګرو تر منځ په نږدې وخت کې په کابل کې جوړه شي.

خو د راتلونکې غونډې کره نېټه یې نه ده معلومه کړې.

 په دې اړه د اقتصادي چارو شنونکی تا ج محمد اکبر وایي، د افغانستان او پا کستان ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو زیا توالی د دواړو هېوادونو په ګټه دی او باید اقتصادي اړیکې د سیاسي اړیکو تراغیز لاندې رانه شي.

دی وايي، چې که د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې ښې شي، نو په سیاسي اړیکو به هم ښه اغیزه ولري.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې افغان سوداګرو ګیله کوله، چې پاکستان د ترانزیټ په برخه کې افغان ملي سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیداکړي او د اپټا تړون ژمنې یې هم تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مزمل شینواري له دې مخکې په ولسي جرګه کې ویلي وو، چې د اپټا ټړون موده پای ته رسېدلې ده او تر هغې به یې له پاکستان سره بیا تمدید نه کړي، چې پاکستان د افغانستان د ترانزیټ په برخه کې موجوده ستونزې حل کړي نه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام