د ملي یووالي حکومت له جوړېدو پوره یو کال تېریږي، هغه حکومت چې د دواړو ټیمونو ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک وروسته جوړ شو.
د ملي یووالي حکومت مشرانو د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال، د هیوادوالو له پاره د کاري زمینې برابرول یې په کاري لومړیتوبونو کې وو، خو د یو کال په تېرېدو سره دغه حکومت څه لاسته راوړني لري؟
شنونکي په دې باور دي، چې د ملي یووالي حکومت هغه ژمنې چې دواړو مشرانو په خپل ټاکنیزومباریزو کې له هېوادوالو سره کړې وې نه دي عملي کړي.
محب الله شریف وايي، چې د حکومت مشرانو د ملي ګټور پرځای قومي، سمتي، ګوندي اړیکو پر پاللو له کبله د هېواد اقتصاد وځپل شو.
هغه دا هم وايي، چې نړېوالو رسنیو د افغانستان د ځپلو په موخه لویه رسنیزه جګړه پیل کړه چې هغې هم نتیجه ورکړه.
بل خوا د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وايي، چې یوکال وړاندې یې ولسمشر محمد اشرف غني ته د بریښنا، کارګر، بانکي پورونو، تعرفې او دې ته ورته لس سترې ستونزې وړاندې کړې دي، چې پروینا يې حکومت تېره ورځ یوازې صنعتي تعرفه جوړه کړې ده.
عبدالرحیم فیضان وویل، چې په جوړه شوې صنعتي تعرفه کې محصول د لسو څخه پنځوو ته راټيټ شوی، خو د ګمرکي تعرفو په بیو کې بیا جګوالی راغلی.
ده وویل، چې پانګونې نشته او صنعت د وروسته پاتې کېدو په حال کې دی.
د ده د معلوماتو پر بنسټ د تېر کال په پرتله په فابریکو کې سږکال ۲۰ سلنه کار نشته او تولید راټيټ شوی.
هغه وايي، پخوا به ۱۰۰سلنه تولید ؤ، خوا دا تولید ۴۰ سلنې ته راټيټ شو دی، چې ځينې فابریکې تړل شوې دي.
بل خوا د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړی انجنیر شیرولي وردګ د ملي يوالي حکومت پرکړنو نیوکه کوي او وايي، چې لاهم دوی پرخپلمنځي اختلافاتو کې ښکېل دي.
وردګ زیاتوي، چې د حکومت مشرانو د کار په لومړیو کې د پراخې کارموندنې ژمنې یې کړې وې، چې تراوسه یې څرک نه لګیږي.
نوموړی وايي، چې" دوی ژمنې کړې وې، چې د خلک پر د سترخوان کې به ډوډۍ پېداکوي، خو بد بختانه د خلکو له د سترخوان څخه یې ډوډې ورکه کړه"
په همدې اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې بیا وايي، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ حکومت د پانګونې په جلبولو او اقتصاد ښه کېدو کې ژمنې وکړې او په خپلو کړنلارو کې یې ځای ورکړ.
دغه راز، ولسمشر محمد اشرف غني یو شمیر هېوادونو ته سفرونه وکړ په اقتصادي برخه کې یې تړونونه لاسلیک کړ او په هېواد کې د شمال څخه سویل ته د پروژو غځيدو ترڅنګ ځينې پانګونې هم وشوې.
د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان لکوزی وايي، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ قوانین لاپسې سختوالی وموند او اقتصادي ننګونې یو پردوه شوې.
الکوزی وايي، چې سږ کال پانګونې کمې شوې دي دولت یوازې د خپلو عوایدو لوړیدو له پاره ټکس او مالیه په سوداګرو لوړ کړي دي.
دغه راز، الکوزی د کاربار په اړه وايي، چې په افغانستان کې درې ډول کاروباریان یا تشبثات موجود دي.
اول کوچنی کار بار، چې له ۱۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو ډالرو پورې، دویم له ۵۰۰ زرو څخه تر یو یا ۱۰ میلیونو ډالرو پورې او درېیم هغه ډول کارو باریان دي، چې له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه لوړ کاروبار ولري.
د هغه په خبره، کوچني کارو باریان ۴۰ سلنه زیانمن شوي، منځني ۳۰ سلنه او لوی کاروباریان یا تشبث ۱۵ سلنه زیانمن شوي دي.
الکوزی وایي، چې سوداګري هم کمه شوې ده او د پخوا په څېر سږ کال صادرات یو څه ښه دي، خو واردات ډېر کم شوي دي.
په همدې حال کې په تېر یوه کال کې نه يواځې دا، چې په اقتصادي برخه کې د ملي یووالي حکومت ناسم کار له نیوکې سره مخ دي، بلکې ډیری حکومتي چارواکي نورو برخو ته هم ګرم بلل کیږي.
ځينې خلک ښوونه او روزنه، امنیت نه شتون، له نشه یي توکو سره مبارزې، ماشومانو او ښځو سر تاوتریخوالي زیاتېدو او په دولتي ادارو کې د فساد پراخېدل او نور د حکومتي چارواکي بی غوره بولي.





