د کرنې وزارت: د پسه غوښې په عرضه کولو کې پر ځان بسیا یو

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د روغتیايي خدماتو رییس جهانګیر میاخېل د سه‌شنبې پر ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې دوی د کوچیانو په مرسته د پسه غوښې په عرضه کولو کې ځان‌ بساینې ته رسېدلي دي.

د میاخېل پر وینا، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت تر اوسه یې له نورو هېوادونو نه د پسونو غوښه نه‌ده راوارده کړې، بلکې نورو هېوادونو ته صادره کړې هم ده.

په ورته وخت کې د غونډې یو ګډونوال او د هېواد مالدار حاجي غلام حیدر وویل، چې دولت باید مالدارانو ته د مالدارۍ په نږدې ځایونو کې حیواني کلینکونه جوړ کړي.

د ده په خبره، دوی ډېر وخت خپل حیوانات هغه وخت د ناروغۍ له امله لاسه ورکوي، چې یا یې په ناروغۍ نه پوهېږي او یا ترې د حیواناتو کلینکونه لېرې وي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې اوسمهال د مالدارانو د حیواناتو له‌پاره په ټول هېواد کې ټولټال ۱۳۲۰ کلینکونه فعال دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام