په افغانستان کې د پانګونې له پاره نوې کړنلاره جوړيږي

په افغانستان کې د پانګونې وضعیت ته د کتنې لومړنۍ جوړې شوې غونډې ته د پانګونې د ملاتړ یا ایسا رییس وویل، د ایسا اداره په پام لري، چې په هېواد کې د پانګونې له پاره نوې کړنلاره یا ستراتيژي جوړه کړي.

د پانګونې ملاتړ بنسټ یا ایسا رییس محمد قربان حقجو نن ددې غونډې موخې، د ننګونو، لومړیتوبونو او ستونزو په نښه کول او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي رامنځ ته کول په ګوته کړې.

دغه راز، حقجو د سوداګرو له پاره د فرصتونو رامنځ ته کولو لارو چارو لټون او موندل د غونډې بله موخه وښوده، چې له سوداګرو سره به په ګډه په دې لار کې هڅې کوي.  

د ایسا رییس وویل، چې دا نوې ستراتیژي د څلورو کالو له پاره به جوړه او په همدې موده کې پلې کیږي.  

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله یادې غونډې ته وویل، کورنیو پیداوارو ته د لومړیتوب ورکول او د نفتي توکو مالیو معافول د خصوصي سکتور پیاوتیا په موخه د سوداګرو له پاره د حکومت د هڅونې کړن لارې یوه برخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې  همدا تیره شپه يې یو شمیر تړونونه له دې امله ځنډولي، چې له کورنيو محصولاتو يې استفاده نه وه کړې.

اجرایوي رییس زیاته کړه، حکومت پر هغو ننګونو سترګې نه پټوي چې سوداګر یې څرګندوي او له هغو سره به برسیرن چلند ونه کړي. 

له بله پلوه د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې د ۱۵ کالو په تیریدو سره لا هم په هیواد کې د سوداګرو ستونزو لرې کولو په موخه بنسټیز کار نه دی شوی. 

دوی زیاتوي، چې ناامني او اداري فساد په هیواد کې د خصوصي سکتور او سوداګرو پرمخ یو له سترو ستونزو بلل کيږي. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام