له نیمايي زیاتو پروژو لګښت د بهرنيو موسسو له لارې مصرفيږي

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې د ځينو کوښښونو سره ـ سره اوس هم د ۷۱ سلنه پروژو لګښت د بهرنيو موسسو له لارې مصرفيږي.

مسوولین زیاتوي، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د غیر دولتي موسسو له خوا ۴۱۳۵ پروژې پلي شوي دي، چې له دې پروژو ۲۵۹۸ د بهرنیو موسسو له خوا او ۱۵۳۷ یې د کورنیو موسسو له خوا تطبیق شوي.

اقتصاد وزارت دغه خبرې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د غیر دولتي موسسو په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کولو په ترڅ کې وکړې.

غونډې ته د اقتصاد وزارت وزیر عبدالستار مراد وویل، چې د ولایاتو په کچه د پروژو د پلي کولو په لګښت کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی.

دوی د بیلګې په توګه د کابل، تخار، بدخشان، بامیان او ننګرهار ولایتونو نومه واخیستل چې ډيرې پروژې په کې عملي شوي خو په پکتیکا، نیمروز، فراه او میدان وردګو ولایتونو کې د پروژو شمیر بیا کم دی.

مراد زیاتوي چې غیر دولتي موسسو د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې او ټولنیزو خدمتونو برخو کې پروژې پلې کړي دي خو زیات هغه د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې پلي شوي دي.

په ورته وخت کې غونډې ته د اکبر موسسې مشرې فیوناګل وویل، چې دوی تل هغو خلکو ته کار کوي چې زیانمن شوي وي.

فیوناګل زیاتوي، چې د ډيرو سکتورونو سره د همکارۍ سره سره ځینې داسې ستونزې هم شته چې ددوی د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.

د اکبر موسسې مشرې د اقتصاد وزارت څخه غوښتنه وکړله، چې د ستونزو له منځه وړولو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

میرمن فیوناګل وایي، چې ځینې دولتي بنسټونه له دوی د پروژو په پلي کولو کې بې ځایه غوښتنې کوي او په دولتي ادارو کې د جواز په اخیستلو کې ستونزې د دوی د کار د مخ ته تګ مخ نیوی کوي.

میرمن فیوناګل وویل، چې دوی اوس د افغانستان په ۴ زونونو کې کار کوي او تل به د بې‌وزلو خلکو د ژوند د پرمختګ له پاره هلې ځلې کوي.

د اقتصاد وزارت وایي، چې د ۲۰۱۶ کال د غیر دولتي موسسو د کارونو راپور به د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې خپور کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام