
افغانستان ته د ایران وراداتي برېښنا له څه مودې راهیسې کله ناکله پرې کېږي. د برېښنا دغه پرې او تړل کېدو نه یوازې د هرات ښاریانو ورځنی ژوند، بلکې پر فابریکه لرونکیو هم ناوړه اغېز کړی دی.
د هرات ولایت د صنایعو او کانونو ټولنې رییس حمیدالله خادم وایي چې د وارداتي برېښنا پرې کېدو د صنعتي ښارګوټي ۳۲۰ تولیدي کارخانو چارې په ټپه درولي او د هغو خاوندانو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
ښاغلی خادم دعوه کوي چې تراوسه هېڅ بنسټ او مسوول د صنعتي ښارګوټي د برېښنا کړکېچن حالت ته پام نه دی کړی. دی خبرداری ورکوي که حکومت د دې ستونزې لېرې کولو ته پام ونه کړي د کارخانو خاوندان او کارګران به اعتراضیه لاریونونه وکړي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د یوې فابریکې رییس حاجي عطاالله وایي، د ایران وارداتي برېښنا پرې او تړل کېدل د میلیونونو ډالرو ستر ماشینونه خرابوي نو ځکه اړ شوی چې ۳۰۰ کاریګر رخصت کړي.
یوبل فابریکه لرونکی محمد لطیف قناویزیان له حکومته غواړي چې د صنعتي ښارګوټي ستونزه په بنستیزه توګه حل کړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي د صنعتي ښارګوټي د برېښنا ستونزه یې حکومت او د برېښنا لوی ریاست ته رسولې او ډېرژر به دا ستونزه لېرې شي.
د هرات د والي ویاند په ټینګار سره وایي، د هرات والي هڅه کوي د ایران وارداتي برېښنا ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.
ومو غوښتل په دې اړه د برېښنا لوی ریاست نظر هم واخلو خو ځواب یې رانهکړ.
صنعتکاران تمه لري چې حکومت د سلما بند برېښنا صنعتي ښارګوټي ته ولېږدوي او د فابرکو خاوندانو ستونزې حل کړي.





